Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: تېره اونۍ پر رېللار څه باندې ۱۶۹ زره مټریک ټنه انتقالات...

مسوولان: تېره اونۍ پر رېللار څه باندې ۱۶۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹ زره ۵۶۵ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد انتقال شوي دي.

یاد وزارت کې د طالبانو د حکومت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په دې اندازه کې د حیرتان بندر له لارې ۱ لیک ۸۰ زره ۸۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې۱۸ زره ۵۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۹۰۱ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۲ زره ۴۷ ټنه انتقالات شوي دي.

د سرچینې د خبرپاڼې له مخې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي.

سرچینه وایي چې، په تېره اوونۍ کې ۱۲۶۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

اقتصادي کارپوهان وایي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د حق‌شناس په وینا، دوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته د اسانتیاوو چمتو کولو هڅه کوي،څو د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه پر رېللار د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...