Homeخبرونهایران کې د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۶ ماشومان...

ایران کې د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۶ ماشومان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  د ایران د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په وروستیو بریدونو کې له پنځو کلونو کم عمره لږ تر لږه ۶۶ ماشومان وژل شوي دي.

دغه ټولنه زیاتوي چې، دغه راز په دې بریدونو کې شاوخوا درې زره ښځې ټپیانې شوې دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند وايي چې د بریدونو له پیل راهیسې، لسګونه کوچني ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه ښځې چې په خپلو کورونو کې وې ټپیانې شوې دي.

د هغه په ​​وینا، په ډېری مواردو کې، د استوګنې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د سرچینې په وینا د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې له څه باندې ۸۵ زره او ۱۷۶ ملکي ځایونه هم زیانمن شوي چې، تر ټولو ډېر زیان په تهران ښار کې و.

کولیوند دا هم ویلي چې په دغو بریدونو کېروغتیايي تاسیسات په نښه شوي او ویلي یې دي چې ۲۸۲ طبي تاسیسات، په شمول د روغتونونو، کلینیکونو، درملتونونو او روغتیایی مرکزونو، زیانمن شوي، او ځینې یې په بشپړ ډول له فعالیت څخه وتلي دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې د مشر په وینا، په دې بریدونو کې شاوخوا ۶۰۰ ښوونځي هم زیانمن شوي دي.

د هغه په وینا د دېسازمان ۱۷ اډې په نښه شوي او څو ژغورونکي چورلکې، امبولانسونه او ژغورونکي وسایط ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.

هغه د ځینو زیربناوو، لکه هوایی ډګرونو، مسافر وړونکو الوتکو، او د سونګ توکو زیرمو ته د زیان رسېدو یادونه هم کړې ده.

پیرحسین کولیوند د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، هغه نړیوالو مرستو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې یو شمېر هېوادونو د سرې میاشتې له لارې طبي او مرستندویه مرستې لیږلي دي، او دا پروسه دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...