Home+د نورستان د محاصرې تر شا توطیه| میاخېل

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه| میاخېل

په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي.

پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي.

که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي.

خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي.

لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي.

په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي.

بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي.

خدای دې خیر پېښ کړي.

د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکې ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوښت د بهرنیو اړیکو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...