Homeخبرونهیونېسکو: ټوله نړۍ کې کابو ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

یونېسکو: ټوله نړۍ کې کابو ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  یونېسکو وايي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر چې له زده‌کړو محروم دي، د اووم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی او اوس ۲۷۳ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د ملګروملتونو فرهنګي او علمي سازمان نن پنجشنبه، د مارچ ۲۶مه په خپل تازه راپور کې دا جزیات خپاره کړي دي.

یاد سازمان ویلي چې د دې اندېښمنونکي وضعیت اصلي لاملونه د نفوس چټک زیاتوالی، دوامداره بشري او سیمه‌ییز کړکېچونه او د تعلیمي سکتور د بودیجې کمښت دی.

د راپور له مخې، په نړۍ کې له هرو شپږو ماشومانو څخه یو یې د مکتب له زده‌کړو بې‌برخې دی.

یونېسکو ټینګار کړی چې که څه هم شاوخوا دوه پر درېیمه د منځنۍ کچې زده‌کوونکي خپلې زده‌کړې بشپړوي، خو زیاتوي چې لاهم په ډېرو هېوادونو کې د زده‌کړو دوام له جدي ننګونو سره مخ دی.

د ملګروملتونو فرهنګي او علمي سازمان خبرداری ورکړی چې سیمه‌ییز بحرانونه، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، د ښوونځیو د تړل‌کېدو او د میلیونونو ماشومانو د زده‌کړو د پرې‌کېدو لامل شوي دي.

د یونېسکو د راپور له مخې دا بهیر کولای شي د راتلونکې نسل پر تعلیمي او مسلکي فرصتونو ناوړه اغېز وکړي.

یاد سازمان زیاتوي چې ځینې هېوادونه لکه مډاګاسکار، توکو، مراکش، ویتنام، جورجیا او ترکیه توانېدلي چې د ښوونځیو څخه د پاتې‌کېدو کچه د پام وړ راکمه کړې  ده.

سرچینې ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه په ګډه او جدي اقدام ونه کړي، د زده‌کړو له بهیره د ماشومانو د پاتې‌کېدو دا بحران به لاپسې ژور شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...