Homeخبرونهد طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال،تاشکند کې د «اوبو اوونۍ»...

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال،تاشکند کې د «اوبو اوونۍ» فورم کې ګډوی کړی 

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د یاد وزارت د اوبو مرستیال، مجیب الرحمن عمر د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اوبو اوونۍ تر عنوان لاندې فورم کې ګډون کړی دی.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دغې فورم کې عمر په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر ارزښت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوې ټکنالوژي پر کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې، د طالبانو دغه مرستیال وزیر همدارنګه د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي په اړه هم غږېدلی او څرګنده کړې یې ده چې د طالبانو حکومت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت دا هم لیکلي چې د اوبو مرستیال د فورم په څنډه کې د ازبکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...