Homeخبرونهنن پنجشنبه په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل...

نن پنجشنبه په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

جوزجان، سرپل، فاریاب، هرات، فراه، غور، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، سمنګان او بغلان هغه ولایتونه یاد شوي چې،د ورښت اټکل په کې شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي او همداراز زیاتوي چې، په سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شته.

د اټکل له مخې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باد سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي.

د یادونې ده چې پرون چهارشنبه د هېواد یو شمېر ولایتونو کې باران ورېدلی او په کندهار کې د سېلابونو د راوتلو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...