Homeخبرونهکرکټ: ای پي اېل ۲ ورځې وروسته پيليږي

کرکټ: ای پي اېل ۲ ورځې وروسته پيليږي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه) د هندوستان کرکټ غوره ليګ (IPL) د راتلونکې شنبې په ورځ ماښام 06:30 PM بجې پيلېږي.

په دې لیګ کې سږکال هم لس لوبډلې برخه لري.

د دې لیګ د پيل لوبه  د رويال چلينجرز بنګلور او سنرايزر حيدر آباد لوبډلو ترمنځ کېږي.

د نړۍ په دغه ستر ليګ کې سږ کال څلور افغان لوبغاړي (راشد خان، عظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر) بیلابیلو لوبډلو پېرلي دي.

ای پي اېل د هند ترڅنګ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لیدونکي او مینه وال لري، خو بنګله دېشي مینه وال به یې سږ له لیدو بې برخې وي.

بنګله دیش د مستفیظ الرحمن د لرې کولو په غبرګون کې په دغه هېواد کې د دغه لیګ پر نشر بندیز ولګوه او آن دغه کړکیچ دومره پراخ شو چې، بنګله دېش ملي لوبډله پرې له شل اوره نړیوال جام هم بهر شوه او پر ځای یې سکاټلنډ ولوبېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...