Homeخبرونهد افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د میانمار پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د میانمار پر وړاندې لوبېږي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۶مه)  د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په میانمار کې د میانمار ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه نن پنجشنبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو د یانګون په ټوونا لوبغالي کې پيلېږي.

افغان لوبغاړي به په سرو جامو کې او د میانمار لوبډله به په سپینو هغو کې لوبغالي ته ننوځي.
د ۲۰۲۷کال اسیا جام په درېیم کوالیفای پړاو سیالیو کې افغانستان د سوریې، میانمار او پاکستان سره د سیالۍ په پنځم ګروپ کې دی؛ خو د تېرو لوبو د پایلو له امله بل پړاو ته د تګ چانس نشته.میانمار هم په ورته حالت کې  قرار لري.

له همدې امله د دواړو لوبډلو ترمنځ نننی لوبه به رسمي وي او یوازې د سیالیو مهالوېش بشپړولو لپاره به ترسره شي.

له دې ګروپ څخه یوازې د سوریې لوبډلې د یادو سیالیو بل پړاو ته لار موندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...