Home+ځواک هم لازمي دی!! | نعمت الله صدیقي

ځواک هم لازمي دی!! | نعمت الله صدیقي

تېره اوونۍ چې مې کالم خپور کړ، په دا سبا یې د اردو انډیپینډټ د خپل یوه نوموړي لیکوال حسنین جمال لیکنه خپره کړه، چې زما غوندې یې د جنګ و جګړې له زره چاودي موقف باوجود هم څنګه د جنګ اوزار مهم بللي وو. ممکن زه له حسنین جمال سره موافق نه وم؛ خو زما دا موافقت به هم شاید لکه د ده خوشفهمي وي؛ خو واقعیت راته په دې کې ښکاره شو، چې معاصره نړۍ عموماً د همدغسې طاقتونو پر توازون باور لري او بله دا چې د یوه روایت په توګه که زما خبره سمه هم وي، د بل هغه اورېدل یې هم د فکر و مکالمې په روایت او خبره کې راځي؛ نه یوازې یې باید واورو؛ بلکې له معروض یا واقعیتونو سره یې ارزونه هم پکار ده، ځکه خو د ښاغلي جمال لیکنه د یوه بېل او معاصر روایت په توګه هم وړاندې کوم، دا هم تاسې او دا یې لیکنه:

زه ټول عمر د وسلو مخالف وم؛ هغه که تومانچه وه او که ټوپک؛ حتی که د قانوني جواز لرونکې هم وه. دا زما فکر و، چې انسان باید له ځان سره وسله و نه ساتي او دا مې باور و چې هېڅ هېواد هم باید د وسلو په سیالۍ کې برخه وانه خلي، لامل یې دا و، چې زه له تاوتریخوالي سره له دننه نه مخالف وم او اوس هم یم؛ خو زما له دې فکر سره یوه ستونزه وه، د عدم تشدد یا د نه تاوتریخوالي په دې ټول فلسفه کې مې یوه ډېره مهمه خبره هېره شوې وه، چې احساس یې ماته په تېر یوه یا دوو کلونو کې د څو لویو پېښو وروسته وشو.

لومړۍ پېښه د پاکستان او د هند ترمنځ برید و، دویمه په غزه کې د اسراییلو یرغل، درېیمه پر ایران د امریکا او اسراییلو برید او څلورمه دا چې ټرمپ ناڅاپه د ګرینلېنډ غوښتنه وکړه، دې څلورو پېښو زما د جګړې، وسلو، اتومي بم او د هېوادونو د استعماري او خاجي پالیسیو په اړه فکر بدل کړ. هغه مهمه خبره دا وه، چې زما په شان خلکو داسې فکر کاوه چې که موږ تاوتریخوالی ونه کړو، یرغل ونه کړو، اتومي بم جوړ نکړو؛ نو بل څوک به هم داسې ونه کړي. که موږ سوله وغواړو؛ ممکن ټول خلک به سوله غواړي؛ خو اوس چې ګورم؛ نو دا داسې فکر و، لکه انسان چې د احمقانو په جنت کې ژوند کوي.

په اوسنیو حالاتو کې که څوک له جګړې خوندي دي، په ځانګړي ډول د تېرو دوو کلونو په پېښو کې؛ نو تر شا یې یوه بنسټیزه وجه همغه ستراتیژیکه پیاوړتیا ده، چې اساس یې اتومي ځواک دی. دا اتومي بم څنګه جوړ شو؟ چا یې مخالفت وکړ؟ او چا یې ملاتړ وکړ؟ دا بېله موضوع ده، هر انسان په دې اړه خپل نظر لري. خو زه خپله تېروتنه منم، چې زه هم له هغو خلکو څخه وم چې دا ټول شیان یې له سره ناسم بلل او اوس احساس کوم چې دا یوه ډېره لویه تېروتنه وه.

په دولتي کچه که ته هر څومره سوله خوښوونکی وې، د خپلې بقا لپاره باید د ځواک بندوبست وکړې، تاسې د ګرینلېنډ موضوع وګورئ تر دې وروسته ټوله اروپا دې ته متوجه شوې، چې د امریکا هغه چتر، چې دوی یې د امنیت لپاره لاندې ترې ناست وو، په عین موقع یعنې د باران په وخت په تشه ډاګه پاتې شوي دي، هر هغه هېواد چې د امنیت لپاره یې پر امریکا تکیه درلوده، نن بیا له سره فکر کولو ته اړ ده.

زما ټوله نسل، چې ځان یې پرمختللی او اکثره “لیبرل” باله، په دې برخه کې غلط و، جګړه بېشکه بده ده، وسلې هېڅکله د انسان په ګټه نه دي؛ خو چېرته چې د بقا خبره وي او دا خطر هم وي، چې ګنې کوم ځواک یې هر وخت په میلیونونه خلک په یوه بې ضرورته او خطرناکه بحران کې ښکېلولی شي؛ نو هلته د ځان د ساتنې لپاره هر ډول بندوبست روا جواز لري، همدارنګه که یو هېواد ووايي چې یوازې موږ سره اتومي بم دی او نور هېڅوک باید دا ونه لري، دا هم انصاف نه دی یا دې له ټولو سره وي او یا دې بېخي له هېچا سره هم نه وي. په دې برخه کې هېڅ داسې پالیسي نشته، چې تاسو له تباهۍ وژغوري، تاسې نن د ملګرو ملتونو او د هغو هېوادونو رول هم کتلی شئ، چې ځانونه دیموکراتیک بولي. یو دیموکراتیک هېواد دا کولی شي؟ چې که د کوم هېواد ولسمشر یې نه خوښېږي؛ نو هغه دې لېرې کړي؟ یا که له کومې ډلې سره اختلاف لري؛ نو د هغوی ښوونځي دې وران کړي او یا دې د هغوی پر استوګنځایونو بریدونه وکړي؟ اصلاً که دا ټولې فیصلې داسې خلک کوي، چې د خلکو په رایو هم ټاکل شوي وي؟ نو بیا خو د دوی او د هغه جنګيالیو تر منځ کوم توپیر دی؟

ایا اوس هم دا پوښتنه نه راپورته کېږي چې ایا رښتیا هم دیموکراسي، ملګري ملتونه، له اټومي وسلو پاکه نړۍ او د عدم تشدد فلسفه هماغه دي، چې موږ ته ښوول شوي وو؟ که اصلي نظام بل ډول دی؟ زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د انسان بنسټیز فطرت نن هماغه ده لکه زرګونه کاله مخکې چې و. فرق یې یوازې دا دی چې اوس ټکنالوژي هم ورسره ملګرې شوې ده. فلسفه، کتابونه، عدم تشدد او سوله ډېرې ښکلې خبرې او کلیمې دي؛ خو اصلاً ترشا چې یې ګورم، داسې ښکاري چې د ژوند یوه لویه برخه مې په یوه خوش فهمۍ کې تېره کړې ده. دلته خوندي هغه څوک دی چې ډېر ځواک او قدرت ولري.

وروستۍ خبره دا چې اکثره ویل کېږي، هر څومره جګړه چې وکړئ، وروستۍ پرېکړه به د مذاکراتو پر مېز کېږي، دا هم ټوله سمه نه ده. په مذاکراتو کې چې کوم مشران کښېني، هغوی په کوم حالت کې هلته رسېدلي؟ د هغوی ځواک او دریځ څه دی؟ همدغه څه د مذاکراتو پایله ټاکي؛ نو جګړه بېشکه بده او ناوړه عمل دی او سوله یقیناً چې ډېره زیاته مهمه ده؛ خو که یو هېواد د کوترې په شان سترګې پټې کړي او په پای کې تمه لري، چې ژغورل شوی دی دا یوه خطرناکه ناپوهي ده.

او بله وروستۍ خبره دا چې که یو عادي انسان په داسې ارامه او خوندي ټولنه کې ژوند کوي، چې نه جګړه وي او نه کوم دوامداره خطر؛ نو یوازې د دې اندېښنې له امله چې ښايي یو وخت غل راشي له ځان سره د ټوپک ساتل سمه خبره نه ده ځکه ټوپک چې وي، بالاخره به یوه ورځ وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...