Home+ضمیر | ودود همت

ضمیر | ودود همت

د انسان د دروني کیفیتونو او باطني حالتونو د بحثونو په لړ کې یو ډېر عمده ټکی د (ضمیر) شتون دی، دا باطني قوه د یو خوځنده محرِک او کنترولر په حیث د انسان په کړونو کې خپل ټولیز رول لوبوي، په ټولنیزو کردارونو کې هم د ضمیر د نقش خبره هرکله مطرح او د پام وړ ده، د ارواح پوهني او روان پېژندني کارپوهان د انسان د دي دنیا (باطن) د شنني او پلټني په بهیرکې پر وجدان ډېر تمرکز کوي.
زه په دې شننه کې دا موخه نه لرم چې (ضمیر) د ارواح شنني له اړخه وڅېړم ځکه دا زما له علمه لوړه مسله ده، زما هدف دلته د یوداسي فوکلوریک داستان ارزونه ده چې په هغه کې د انساني ضمیر د نقش، خوځښت او زجر مسله د یو کیسه ایز پېغام په لړکې وړاندي شوې ده.
دا داستان کابو اته لسیزي وړاندي مرحوم استاد پژواک په خپلي نوي ځوانۍ کې د خپل لوړ هنري_داستاني صلاحیت په کارولو سره په ډېر خوږ او تلوسه آمیزه روحیه لیکلی دی، کله چې سړی دا داستان لولي نو؛ د انساني دروني مرضونو، حسرتونو، سرکښيو، پښېمانیو، ناهیلیو، جبرونو، مظلومیو… یو لویه تجربه يي سترګوته درېږي.
دلته د ضمیر د نارامه سرکښيو څخه بیا تر خودسوزه پښېمانیو پورې یو ډېر تریخ حقیقت په ډاګه کېږي اودا افسانه اي برخلیک د انسان د هغي دنیا یو حقیقي انځور منعکسوي، سره ددې چې دا داستان کیسه ایز او افسانه اي ماهیت لري؛ اما دابه نه هیروو چې د انسان د دروني انقلاب یو شونی او حقیقت ته رسېدونکی اړخ دی.
کوم جریان چې په داستان (ضمیر) کې بیان شوی دی هغه د انساني عالَم په دروني دنیا کې هره لحظه شونی اوپېښېدونکی دی، نو؛ ځکه ویلای شو چې داستان لیکنه د انساني پېښلیک د اګاه اوناخوداګاه جهان یوه غوره لفظي_ هنري نقاشي ده او آن دا هم د هنري وسیلو په مټ شونې ده چې تمثیل يي په مختلفو هنري ظرافتونو تر سره شي.
دا کیسه د خپلي محتوا له لحاظه د شنني او ارزوني  مختلف اړخونه لري، موږ کولای شو چې د بېلابېلو زاویو له لیدرو څخه څېړنه اوشننه پرې وکړو، د بېلګې په توګه: د ظالم اومظلوم له زاوې، د بډای او غریب له اړخه، د نارینه و د جفا او د ښځینه و د وفا له اړخه، د انساني ضمیر د وحشت، سوز اوپښېمانۍ له لیدلوري، د ناستالوژیک لید له زاوې …
پایله اولنډیز:
ارواښاداستاد عبدالرحمان پژواک زموږ د هیواد د پیاوړو لیکوالانو د نوملړپه سرکې ځای اومقام لري، دا داستان یي د هغو اوو داستانونو له جملې څخه دی چې د (افسانه های مردم) په نوم ټولګه کې په دري خپورشوی دی، زماپه پوهه چې د یو حسرت په توګه دا خبره کوم؛ کاشکې استاد وخت درلودلی وای چې په داستان لیکنه کې يي تردې هم زیات کار کړی وای، نن به مو د ولسي ادب په برخه کې د اصیل ملي خوی د روایت ډېر نور غوره هنري داستانونه هم د استاد له هنري قلم نه درلودلي وای، په هرصورت استاد، په دې برخه کې ډېر لږ طبع ازمايي کړې خو؛ له نېکه مرغه ډېر لوړ او خوږ هنر يي پنځولی دی، دا خبره هم د یادوني وړ ده چې د استاد دا (اوه داستانونه؛ اوه دفترونه) خبري اوشنني غواړي خو! …ځولۍ مې تنګه زه به…
یاده دي وي چې په دې وروستیوکې د استاد دغه ښکلي داستانونه په پښتو هم ژباړل شوي او خپاره شوي دي چې مینه وال يي په سافټ شکل لوستلای شي او چاپي بڼه به یي هم د( خلکو کيسې) په نوم له خیره سره ډېر ژر خپاره شي.
زه به دلته د مثال په ډول د یاد داستان د وروستۍ برخي یو لنډه نمونه تاسو قدرمنو عزیزانو ته وړاندي کړم ترڅو د استاد د داستاني خوږلت له خوږو هم برخمن شئ.
په پېرزوینه اودرناوي
همت عمرزوی
٥\١\١٤٠٥
یادونه:
دا د ضمیر د داستان هغه برخه ده چې د وجدان د عذاب اوپښېمانۍ غوره انعکاس وړاندي کوي.
***
… میاشتي او کلونه تېر شوه، سپوږمۍ څو ځله طلوع وکړه او لمر راوخوت، ما، سره ددې چې نور هرڅه هېر کړي وه.
اما! بیابه مې هم کله په شپنیو تخیلاتو او کله په سهارنیو تصوراتوکې د هغې څېره لیدل.
آیا دې خیال زه آذیتولم؟ نه! زه ځوان وم هيڅ اندېښنې نه سوه کولای چې زما زړه سوړ او غمجن کړي، کله چې به مې په یادېدل، په زړه کې به مې صرف دا یو هیله راژوندې شوه، چې کاش وکولای شم چې تېري خوښۍ او خوندونه یوځل بیا ومومم، (هغه) تلونکې وه د تلو له وخت نه یې تر نني شپې پوري دوه ویشت کاله تېرېږي، درې کاله مخکې یې ماته ځان را ښکاره کړ،اما څه ډول…؟ما هغه نه پېژندل اوزه لکه هغه څوک چې بې هوښه شوی وي او خپل ډېر نيږدې دوستان ونه پېژني، همداسي مې څېرې ته کتل، نه پوهیدم چې دا څوک ده…؟ د هغې اوښکي زما پر خوبه وړي روح اوبه توی کړې، مرګ د هغې نازکو لاسونو ته خپل ځواک ور کړی و، ماته يې یو ډېرسخت ټکان راکړ او پر هوښ یې راوړم، نور مې هغه فریادونه، ګیلې، چغې اونارې چې ددې په وجود کې وژلي وه؛ د هغو مخه مي نه شوه نیولای… نوځکه له هغې ورځي تر نن شپې پورې یوه شېبه هم ما نه پرېږدي، او کله چې ځان اغفالوي، اویا زه خپل مخ ورڅخه ګرځوم، ترڅو د هغې له اورنیو او سوزونکو کتو څخه ځان وژغورم، بیا مې هم ګریوان رانیسي، سترګي مې خلاصوي، او راته وايې ژر مړشه… ژرشه… د حق د ځلېدونکي لمر د قاضي عدل هره شېبه ستا په انتظار کې سوزي، ما نه پرېږدي چې خپل افسانه پای ته ورسوم.
نور نه شم کولای چې زغم وکړم! هغه څوک چې… هغه څوک چې یوازې هغه کولای شي ماته بخښه وکړي هغه ماته خښم او غضب رالېږي. هو! درې کاله دمخه، پوره درې کاله دمخه؛ دا فکر راته پيدا شو چې د سفر تابیه ونیسم، او یوه موده د پردیو خلکو په منځ کې وخت تېر کړم، کله، کله انسان، خپل ژوند، دنیا او آن خپل ځان هغه وخت ښه پېژندلای شي چې په پردیتوب او ناڅرګندتیا کې را ایسار وي.
نور نو؛ زما د اور ګرمي یخه شوې وه، د لومړي ځل لپاره پوه سوم چې تېري خوشحالۍ بېرته نه راګرځي، او هغه ځای چې ما خپلي خوږې خاطرې هلته پرېښودې، زما لپاره يې نور؛ لیدل هم تارخه تېرېدل، خپل مال او شتمني مي هم له لاسه ورکړې وه، د هرکال په تېرېدو سره زمونږ د کلا د لوړو دېوالو لوړتیا را کمېدل، کله؛ کله چې بارانونه له آسمانه را ورېږي، د ځینو لوړو کلاو د ویجاړولو په موخه را کښته کېږي، د ژوند هره شېبه د تېر ژوند د یوې برخي یوه لمحه له ځانه سره راوړي، هره لنډه تېره شېبه د څوکالو په اندازه اوږده او درنه وه چې فشار او اغېز به یې زه کمزوری کولم، نور د بخت د عرادې څرخ؛ زما د پرتم د کلا لار پري ايښې وه…
د هوا او هوس توندو سېلابونو زما د نېکمرغۍ او سعادت لار له منځه وړې وه، څنکه وکولای شم په هغه ځای کې چې په غرور اوتکبر اوسېدلی وم، په حقارت او ناچارۍ سره ژوند وکړم؟
آیا دې سفر؛ ماته نجات راکړ…؟
سفر مي وکړ: د خپل ماشومتوب او معصومیت سيمه، اود زلمیتوب د ګناهونو ځمکه مې پرېښوده، داسي لکه هيڅ چې مې نه وي پري ایښي، یوازني څه چې مې له ځانه سره درلوده هغه دروند بار و چې روح او زړه مي انتقالوﺉ، په ژوندکې داسي څه هم شتون لري چې انسان نه شي کولای هغه پرېږدې…
څو شپې اوڅو ورځي مې مزل وکړ؛ کله چې به لاره کې یوازي سوم نو؛ ځان به مې د تېر ژوند په خاطرو کې ځوان، مغرور، او بډایه لیده، ستړیابه مي هېره کړه، اما ډېر ژر به مي درک کړه چې له یو فقیر او غریب سړي پرته بل څوک نه یم، فقط د خپلو خوښيو له زمان او آن مکان څخه لري يم، او هرقدم چې اخلم ما له هغه دور څخه لري کوي، ناڅاپه به مې د خیالي غرور ګامونه ورو شوه او احساس به مي کړه چې ډېر ستړی شوی یم، اما داسي سیوری نشته چې دمه ورته وکړم، کله چې به مې کوم بډایه څوک ولید داسي مي ګڼل لکه زما آس او شتمني يې چې رانه غلا کړې وي، زما د خوښۍ نه ډک روح، ځواني اوغرور، هوا او هوس، ښادي او نېکمرغي… دا ټول يې راڅخه غصب کړي وي… غوښتل به مي چې خپل حق له هغه نه واخلم…
یو فقیر چې به زما له څنګه تېرېدی، نو وېره او وحشت به راباندي غالب شوه، او لیدل به مي چې ما دده جامې اغوستي دي، د هغه پرېشاني او انکسار مي ورڅخه غلاکړي دي، د هغه بېچاره ګي مي ورنه پټه کړې ده! ډار به مي دا و، که هغه خپل دا شیان رانه وغواړي…؟ نو بیا…؟ په دې وخت کې مې ځان داسي خوار ګڼئ چې هرڅوک کولای شي زما څخه هرڅه پټ کړي، اما؛ په ما؛ کي دا توان نشته چې له چانه څه واخلم.
یوه ورځ مې د لاري په سر یو نعل وموندی، راوامې خیست… د لمر تودوخي ګرم کړی و خیال مي وکړ، چې د هغه آس و چې زه یوځل ورباندي سپور شوی وم، او بیا راڅخه ورک شوی و، غوښتل مې په ډېر آرمان دا نعل له ځانه لري و غورځوم.
يوه شپه د کلي په مسجد کې په جوش تبې کې سوزېدم… هغه سړی چې فقر او مسافری له پښو غورځولی وي د خدای(ج) له کوره پرته بل پناه ځای نه لري، یوځل همدلته و چې دا ټولي بدمرغۍ او ستړیاوي مي د خپل غرور، هوس، د ځواک او بې ځایه خوندونو پایله وګڼل، د هغه کلي یو ښه سړي پرما مهرباني وکړه، زما لاس يې ونیو او راته ویې کتل… ژمنه يې راسره وکړه چې مابه نازوي، دوا او خوراک به راته رالېږي، هغه وخت زما له عمره څلويښت کلونه تېر شوي وه، ولي؛ لومړی ځل و چې د مهربانۍ، ترحم اوښېګڼي د کتوله عظمت سره آشنا سوم… زه خپله څو وخته ددې لويی او سپېڅلي الهي ډالۍ څخه بې برخي وم، اوداسي آسماني کتل مي چاته نه وه کړي، خدای پاک (ج) د څه مودي لپاره، و غوښتل چې ماته هم د پېرزویني او مهربانۍ نظر را واړوي، د ځوانۍ او شتمنۍ په وخت له ګناه پرته اود فقر اوتنګلاسی په وخت مي بېله ناهیلۍ څخه بل څه نه دي درلودلي، د روژې میاشت وه وږی وم، د ښځي غږ وهڅولم چې هغه وڅارم، زما احساس په بشپړه توګه بدل شو.
داسي خیال مې وکړ چې په خوبه وړي حالت کې مې د کوم ساز آواز غوږونوته راځي. څو قدمه مې اوچت کړې وه، دلته غواړم چې د ضمیر حقیقتونه تاسوته ووایم… بشر آن د غم، فقر، بدمرغۍ، ناروغۍ… په حالت کې هم که ورته شوني وي ګناه کوي، ما یوازې څولنډي کلمې اورېدلي وې… او یوازې مې یو آواز ترغوږونو رسېدلی و، صرف دومره مې حس کړي وه چې کومه ښځه څارم. د شپې تاریکې نور هرڅه زما څخه نهام کړي وه. اوس فکر کوم چې زما د روح زړه د یو رنځورفقیر تر شپې لاهم تاریک و، غوښتل مې بیا ګناه وکړم.
زه يې یو تیاره اطاق ته رهنمایی کړم او خپله ولاړه، ډېر وخت نه و تېر شوی چې له یوې شمعې سره راغله… راته ویي ویل چې زما د مهربان کوربه خدمتګاره ده…بیا مې ترې و پوښتل: ویل يې هيڅوک نه لري.
زما ګرمو کتلو يو پلارنۍ حِس ورکړ… ورته ومې ویل: ولې دي ورځ داسي توره اوبدمرغه ده؟ ویې ویل: ځکه چې؛ بې کسه اوبې مرستندویه یم. په وحشیانه ډول يې خپل شا او خواته کتل، په څېره کې یې وېره او وحشت لېدل کېدی، ددې د دغه حالت له کبله زه په یو ناڅرګند حیرت کې راګیر شوم… ناڅاپه مې ګرمي راکښته شوه، اما! په زړه کې مې یو بل؛ اور هم بل شو؛ دې اورته هره شېبه د هغې کتلو لاهم پوکی ورکاوه… ورته ومي ویل: ته څه شي داسي په وېره او تلوسه کې اچولې يې…؟ ویې ویل: یو لوی خطر مي تهدیدوي…
_ څه شی دی؟
_  هغه څه؛ چې د یوې اوه لس کلني پاکي ښځي لپاره کولای شي تر ټولو لوی خطر تصور کړې
_ دا خطر له کومه راځي او چاره يې څه ده؟
_ له کلا څخه… هغه خطر چې د ځواکمنو له خوا دی، ښځو ته چې تل کوم خطر رسېږې هغه د پرتمینو کلاوو څخه د ځواکمنو له لوري متوجه دی
_ آیا دلته یو شرافتمند سړی ژوند نه کوي چې ستا په څېر پر فقیرانو او مسافرو رحم وکړي؟
_ دلته یو ځوان هم شته
_ هغه څوک دی؟
_  ځوان د هغه زوی دی
_ دا ځوان دی چې تا تهدیدوي؟
_ هو! په دې ډاډمنه نه یم چې وبه کولای شم له هغه څخه ځان وژغورم.
_ څه ډول ژغورنه؟
_ چې وتښتم
_ چېرته؟
_ نه پوهېږم چې چېرته؟
_ کولای شې په ما اعتماد وکړې؟ زما مرسته به قبوله کړې؟
_  ته څه کولای شې چې زما لپاره يې ترسره کړې؟
_ هرهغه څه چې وکولای شي تا وژغوري او زما له وسه پوره وي
_ زما؛ ژغورنه او زما د عزت ساتنه زما د لمني په پاکوالي کې ده
_ زه چمتویم
په دې شېبوکې مې د یوعجیب حالت احساس خپل کړ، خیال مې وکړ چې زما ځواني او نشاط یې بېرته راکړي دي، آس مې د کلا په دروازې کې راته منتظر دی، هغه مې له ځان سره را اخستې وي… ځو او په خپلي پرتمیني کلا کې له هغې سره ګډ ژوند کوم، زمونږ کوچنی ماشوم په خپلي معصومي خندا سره زمونږ سعادت او نېکمرغۍ ته پرتم او جلال ور بخښي.
زما تخیلات لا پای ته نه وه رسېدلي چې سکوت يې مات کړه بېله دې چې ورڅخه پوښتل شوي وي ویې
ویل: _ ته؛ چې هرشرط غواړې، زه؛ فقط خپل عفت غواړم.
_ چمتو یم چې په ټول ژوندکې له تاسره یم…
_ حیا د هغې څېره ارغواني کړه، هر وېښته یې بېل بېل لړزېدی، په څېره کې يې د ډار او هیلي کرښي ښکارېدې… ویې ویل: زه بې وسه اوبې چاره یم، هیڅوک نشته چې زما د کمزوري زړه تکیه ځای و اوسې، له دې پرته چې ځان ستا په څېر فقیر ته وسپارم. څه شی به زما ژوند… چې په اصل کې زما پاک لمني ده… ددې مغروره ځوان له منګولو وژغوري… زه چمتویم… چې خپل ځان اماده کړم… باید دا ډوډۍ له ځان سره واخلو… اما! تاته باید ووایم… ځکه ماته يې خاطره را سپارلې وه، باید هغه هېره نه کړم…
کله چې يې ساه ورکول ماته يې ویلي وه…
یو ځلېدونکي شغلې زما سترګي ګردجني کړې، ومې نه شوه کولای هغه څه چې ددې په لاس کې وه هغه ته وګورم، سترګي مې ځمکي ته کښته کړې.
ويې ویل: وګوره دا غاړه ګۍ زما مور د ځکندن په وخت کې ماته راکړې ده، راته ویلي یې وه چې کیسه یي باید هغه چاته وکړم چې غواړي زما سره واده وکړي؛ زما چیغو هغه خاموشه او حیرانه کړه…
اوس ګورم چې یوې نجلۍ یو ځلېدونکی لاس د ناپېژانده پلرني لاس په توګه نیولی، او دواړه په تیاره کې تیښته کوي، مور یې هغوی څاري، او ډېره آزار او غمجنه ده.
کابل، ١٣٢٠ه.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...