Homeخبرونهافغان ځواکونو د پاکستان هغه پوسته له منځه وړې چې پر کامدېش...

افغان ځواکونو د پاکستان هغه پوسته له منځه وړې چې پر کامدېش او برګمټال یې ډزې کولې

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۶ مه) راپورونه وايي چې په کونړ ولایت کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو یوه مهمه پوسته له منځه وړل شوې ده.

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند وحيدالله محمدي نن (پنجشنبې) رسنیو ته ویلي، د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اړوند پر فرضي کرښه د پاکستاني رژیم هغه پوسته چې د دغه رژیم ملېشو به ترې د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو پر اوسېدونکو د تګ راتګ پرمهال ډزې کولې، له منځه یوړل شوه.

د نوموړي په وینا، په دې پوسته کې پاکستاني ملېشو زيکويک ځای پرځای کړی و او هغه خلک به يې پرې په نښه کول چې د نورستان له کامدېش او برګمټال ولسواليو به کونړ ته تلل.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو لارې له کابو یوې میاشتې راهیسي له دې کبله بندې دي چې پاکستاني ملېشې دغو ولسوالیو ته پر تلونکو لارو ډزې کوي.

د برګمټال او کامدېش نورې غرنۍ لارې د واورو له کبله بندې دي او دا چاره سبب شوې چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

2 COMMENTS

  1. ژوند ، ژوند الله تعالی دې افغان حکومت توان ورکړي چې د پاکستان په نوم جغرافیه ټوټې ، ټوټې کړي

  2. زه پوره باوري یم چي دپاکستان حکومت(عسکري خلګ نه ملکي ) پخپله ځان ته بلااخستي دي ،یارشتیا هم نه پوهیږي اویا ئی په قصدي ډول کوي ځکه پدي ښه پوهیږي چي پردي قوم دپردیو حکومت کول ناممکینه دی هغه که په زوروي یارضامثالونه ئی تر موږدوی ته ډیرمعلوم دي حتمي به خپلونیکه ګانوقصي ورته کړي وي ما ددوي ددعاګویه څخه واوریدل چي هغه وخت موږپرافغانستان حکومت کولایسوچي یوافغان هم ژوندی نه وي نوزه بیا تکراروایم چي که دوی خپلوکړوته دغه ډول دوام ورکړي لیري نده چي ددوي جغرافیه دي په دغه ډول چي دوی ئی فکرکوي پاته سي. زه به مړیم یا ژوندی ددي سیمي نقشه بدلیدونکي ده ، خرابي به تر اندازي زیاتي وسي مګرداقغانانوهدف به ترلاسه سي اوهغه پخوانی لوی افغانستان به حتمي اولازمي جوړیږي ځکه میږي ته خدای پاک وزرونه ورکړیدي په سروچایو کي به حتمي لویږي.انشاآلله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...