Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغانستان خلاف یې عملیات بېرته پیل کړي

پاکستان وايي، د افغانستان خلاف یې عملیات بېرته پیل کړي

تاند (پنجشنبه، د ورٍي/ حمل ۶ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  د پنجشنبې په ورځ وویل چې د «غضبُ ‌للحق په نوم عملیاتو کې»  موقت ځنډ پای ته رسېدلی او دا عملیات به «تر هغه دوام وکړي چې هدفونه یې پوره شي».

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي دا څرګندونې د خپلې اوونیزې خبري غونډې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا دا ځنډ غځول شوی که نه. پاکستان دا عملیات د فبرورۍ پر ۲۶مه شپه وروسته له هغه پیل کړل چې افغانستان د پاکستان د هوايي بمبارۍ په ځواب کې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.

اندرابي وویل:
«د غضبُ‌الحق عملیات روان دي. دا یو دقیق او هدفمند پوځي کمپاین دی چې د ترهګرو د رهبرۍ، د هغوی د ملاتړ او قوماندې جوړښتونو، بنسټونو، لوژستیکي شبکو او د دغو ترهګریزو فعالیتونو د اسانتیا برابروونکو پر ضد د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره کېږي.»

هغه زیاته کړه چې لنډمهالی ځنډ د کوچني اختر د مراسمو د درناوي او د «وروڼو اسلامي هېوادونو» د غوښتنې په ځواب کې اعلان شوی و.

ده وویل:
«دا ځنډ د مارچ د ۲۳ او ۲۴ ترمنځ نیمه شپه پای ته ورسېد. نو اوس د غضبُ‌الحق عملیات بیا پیل شوي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د اختر په شپو ورځو کې هم پر افغانستان په تېره بیا کونړ او نورستان ولایتونو د درنو وسلو ډزو ته دوام ورکړ.

د دې اوونۍ په پیل کې، د پاکستان او افغانستان یو شمېر دیني عالمانو له دواړو خواوو غوښتنه کړې وه چې اوربند تر لوی اختره پورې وغځوي. همداراز ملګروملتو اواروپايي اتحادیې وویل چې دواړه خواوې دې اوربند ته دوام ورکړي.

ملګروملتو دا هم ویلي چې پاکستان پر افغانستان د برید لپاره توچیه نه لري ځکه چې افغانستان برید نه دی پیل کړی او له بلې خوا پاکستان داسي شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا ثابته کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاوره څخه د پاکستان پر ضد په حملو کې کار اخلي.

په همدې حال کې افغان ځواکونو د پاکستان هغه پوسته له منځه وړې چې د ډزو له کبله یې د نورستان د برګمټال او کامدېش اوسېدونکو تګ راتګ نه شوای کولی.

1 COMMENT

  1. مخ د تور شه ، د تور پنجاب د جاسوسي دستګاه ویانده.
    تاسو خو نه په خپل قول عمل وکړ او نه مو د « دوستو اسلامي هېوادونو » په غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ. د لوی اختر په ورځو کې مو هم بې ګناه مظلوم افغانان ووژل.
    لکه څنګه چې اصلي اسرائیلیانو د ایران پرضد جنګ کې چندان پرمختګ نه دی کړی ، همدا شان به تاسو هم ان شاءالله د غیور افغان ملت پروړاندې په ګونډو شئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...