شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونه۲۴ ميليونه فقر ځپلي افغانان، څه کم ۲ زرو يې پرون یوه...

۲۴ ميليونه فقر ځپلي افغانان، څه کم ۲ زرو يې پرون یوه اندازه مرستې ترلاسه کړې

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ ‏‏د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې پرون له نيږدې دوه زره کورنيو سره د خوراکي او روغتيايي توکيو او نقدو پيسو مرسته وشوه.

دغه مرستې د يو بېلا بېلو نړيوالو خيريه او مرستندويه ادارو له لوري تر سره شوې.

په دې ډله کې (ای،ایچ،ایچ) بنسټ په لغمان کې له ۳ سوه کورنيو سره د يوه اندازه خوراکي توکيو مرسته کړې.

همدا شان ‏د ترکیې په مالي ملاتړ د پنجشېر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست، د‌ دغه ولايت په مرکز بازارک کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.

په کابل کې بيا د ماشومانو لپاره د جرمني د مرستې موسسې د سلو نابينايانو په ګډون له ۵ سوه تنو سره د خوراکي توکيو مرسته کړې.

د يادې مؤسسې مشر ويلي، چې دوی به هره اونۍ له زرو تر يو نيم زرو بېوزلو سره ورته مرستې وکړي.

په هلمند کې بيا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له ۳۵۰ کورنيو سره نقدي مرسته کړې.

ويل شوي، چې د دې مرستې په لړ کې له هرې کورنۍ سره ۴۰۰ امريکايي ډالره مرسته شوې ده.

د بحران نړیوالې ډلې پرون خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورین او وژونکي ژمي له کبله ممکن په روان ژمي کې تر یو میلیون پورې افغانان تلف شي.

دغې ډلې په یوه تازه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ډېر ژر د افغانانو د ژغورلو لپاره لاس په کار او افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

د ملګرو ملتونو په حواله، په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک چې له نیمایي ډېر نفوس کیږي، فقر ځپلي او د خوراک کافي ډوډۍ نه لري.

نړیوال سازمانونه وېره لڅ، چې د بشري مرستو له ځنډ سره به په روان ژمي کې لږ تر لږه يو ميليون افغانان د فقر له کبله تلف شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب