جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهخوست کې وزيرستاني کډوالو سره ۳ ميليونه ډالره مرسته کيږي

خوست کې وزيرستاني کډوالو سره ۳ ميليونه ډالره مرسته کيږي

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ويلي، چې په خوست ولايت کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو سره نيږدې ۳ ميليونه ډالره مرسته کوي.

باختر اژانس ويلي، چې د دغې مرستې لړۍ پرون پيل او څه باندې ۸ زرو کډوالو ته نقدې پيسې ورکړل شوې.

ويل شوي، چې له هرې کډوالې کورنۍ سره ۳۴۵ امريکايي ډالره مرسته کيږي.

کلونه وړاندې په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو او ولسي وژنو او ځورونو له کبله زرګونه کورنۍ د ډيورنډ له کرښې را تېر او په خوست کې ولايت کې مېشت شول.

له هغه وخته، تر ډېرې مودې د افغانستان پرځول شوي جمهوري نظام له دغو کډوالو سره په منظم ډول مرستې کولې.

د أفغانستان د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي او ګڼو سياستوالو د دغو کډوالو د لاسنیوي لپاره د رسمي او خصوصي مرستو غږ کړی و.

ملګرو ملتونو له دغو کډوالو سره د مرستې بهير په داسې مهال پیل کړی، چې افغانستان خپله له سخت بشري ناورين سره مخامخ دی.

د بحران نړیوالې ډلې پرون خبرداری ورکړی، چې د بشري ناورین او وژونکي ژمي له کبله ممکن په روان ژمي کې تر یو میلیون پورې افغانان تلف شي.

دغې ډلې په یوه تازه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ډېر ژر د افغانانو د ژغورلو لپاره لاس په کار او افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

د ملګرو ملتونو په حواله، په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک چې له نیمایي ډېر نفوس کیږي، فقر ځپلي او د خوراک کافي ډوډۍ نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب