جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو نړیواله ورځ، يوناما يې له ط د ورځيني واقعيت...

د بشري حقونو نړیواله ورځ، يوناما يې له ط د ورځيني واقعيت په توګه تامنیول غواړي

تاند:( جمعه ، د قوس نولسمه)‏‏‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې نن د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د زده کړو نقض کړی حق تامین کړي.

يوناما په يوه اعلاميه کې له طالبانو دا هم غوښتي، چې د ټولو افغانانو حقونه تامين او عملا د بشري حقونو پر وړاندې خپل تعهد ثابت کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان بايد د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او په ځانګړي ډول لومړنۍ ماده يې د افغانستان د يوه ورځیني واقعيت په توګه عملي کړي.

د يوناما دفتر مشرې مېرمن ديبورا لاينز ويلي: د برابرۍ او تبعیض نه کولو اصل د بشري حقونو د زړه حیثیت لري، د قدرت برابري د فقر د ريښو په ختمولو کې مرسته کوي او په هېواد کې ځوانانو ته ښه فرصتونه برابروي.

د نجونو د ښوونځيو بيرته پرانيستل، له طالبانو څخه د ملګرو ملتونو مشخصه غوښتنه ده، چې په ژر عملي کولو يې ټینګار شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره، شاوخوا ۴ ميليونه افغان نجونې د زده کړو او سلګونه زره نور هم د کار او فعاليتونو له حقونو محرومې شوې دي.

طالبان له دې کبله د بشري حقونو په نقض تورن دي او د نړیوالو له لوري یې د نه په رسميت پېژندلو یو عمده دليل هم، د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نقضول دي.

طالبان بيا په دې اړه تورونه ردوي او رئيس الوزرا يې مولوي محمد حسن اخند د دوی له لوري د ښځينه حقونو تامين په افغانستان کې بېساري ګڼلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د بشري حقونو په تامينولو کې هم دوی په نړیواله کچه بېساري دي.

ډاکټر نعيم دا هم ویلي وو، چې دوی خپلو نړيوالو منتقدینو ته د بشري حقونو د اصلي مفهوم په اړه ورکشاپ جوړولو او تدريس ته هم چمتو دي.

د‌ بشري حقونو نړيواله ورځ په نړۍ کې په داسې مهال نمانځل کېږي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون تړل شوی او ډېری مشران، کارکوونکي او فعالان يې یا له هېواده وتلي او يا پټ ژوند يې غوره کړی.

طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د بشري او ښځينه حقونو اصطلاحات کفري او استعماري ګڼل او ډېر ځله یې فعالان او دفترونه تر حملو لاندې راوستي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب