جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهیو شمېر فعالان په کابل کې د پاکستان د سفیر فعالیتونه مداخله...

یو شمېر فعالان په کابل کې د پاکستان د سفیر فعالیتونه مداخله ګڼي

تاند (جمعه،‌ د قوس ۱۸م) — په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر منصور احمد خان فعالیتونه د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ګڼي.

په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه په ټوېټر او فیسبوک خپاره شوي عکسونه ښیي چې د پاکستان سفیر د کوم دیپلوماتیک پروتوکول ته له پامه پرته هرې ادارې ته چې وغواړي ځي او د طالبانو له وزیرانو څخه رانیولې تر معینانو او رییسانو پورې چارواکو ته لارښوونې کوي.

په ټوېټر د منصور احمد خان خپاره شوي ټویټونه ښیي چې نوموړی خپل فعالیتونه په ټوېټر خپروي او د پاکستان په افغانستان کې (PakinAfg) په شمول څو ټوېټر اکاونټونه په کې ټګ کوي.

ښاغلي منصور په خپل یوه وروستي ټویټ کې لیکلي، «د افغانستان بانک رییس مولوي محمد ادریس ته ورغلم، او په افغانستان کې د بانکي سیکتور د پیاوړتیا او د اقتصادي او مالیاتي بهیر په هکله مې ورسره خبرې اترې وکړې.»

دغه راز، په فیسبوک د طالبانو د ګڼو هغو چارواکو عکسونه خپاره شوي چې منصور احمد په یوه اونۍ کې ورسره لیدلي دي.

ویل کیږي چې دا په افغانستان کې د پاکستان د سفیر د یوې اونۍ ملاقاتونه دي

د ټولنیزو رسنیو فعالانو په دې برخه کې د طالبانو د حکومت بې غوري او د پاکستان آمرانه او غیر دیپلوماتیک چلند غندلی او د افغانانو او افغانستان سپکاوی یې ګڼلی او وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سر تر پایه د پاکستان غېږې ته لوېدلی دی.

د پښتو ژبې مخکښ او طناز لیکوال او ژورنالست عصمت قانع لیکلي، « يوه پېښوري ټېکه دار پنجابۍ ښځه کړې وه. له مودو وروسته يې کورنۍ ژوند دطلاق حد ته ورسېد. ښځه او نر دواړه محکمي ته ولاړل چې خپل طلاق دقاضي په مخکي رسمي کړي. قاضي پښوري سړي ته وويل چې، ولې ته خو پښتون يې پښتون خو ښځه نه طلاقوي؟

پېښوري ځواب ورکړ،

قربان دي شم قاضي صاحب دا ښځه مې ټيز ماره ده دهر چا په مخکي ډرټ ټيز اچوي.

قاضي ورته وويل دا له څه وخته دټيزمارۍ تکليف لري؟

پېښوري ورته کړه چې هماغه دواده له لومړيو شپو څخه.

قاضي ورته وويل چې له هماغه لومړيو شپو دې ولي نه طلاقوله؟

پېښوري ورته کړه چې جج صاحب،

پخوا يې صرف ډينګ ټيز غورځاوه اوس غول هم ورسره کوي.

پاکستان د خپل پيدايښت په درې او يا کاله ژوند کې په سفارتي ډګر کې ټيزن وو، کله به يې له تهرانه سفير شړل کيدلو کله هم له عمانه،‌ کله به يې عربو سفير ته په دوه ايا ساعتونو کې دوتلو حکم ورکاوه کله هم تر کانو، خو اوس پاکستان د سفارت کارۍ په ډګر کې پر ټيزونو برسيره غول هم کوي.

وه وروره، که دبهر نيو چارو په وزارت کې څوک وي دي لنډي کچر ته دي ووايې چې ديپلوماتيک ماموريت په داسي خرک.. نه کيږي لکه د کلي ډم چې دکلي واده ته خلک را خبروي کور په کور ګرځي. دسړي زوى شه دا دې څه شرمول را اخيستي دي.»

6 COMMENTS

  1. یره افغانانو بلا یاست، انګریز، شوروی او امریکا خو مو وشرموله اوس مو دی پنجابی شودرو( شوده ګانویا سوډرو) بیچارګانو ته ملا تړلی
    دا لیکنه، خصوصاً دغه دقانع صاحب ټوکه که کو م پاکستانی څوک پاکستان کی ولولی زړه به یی پړک وچوی، په خدای ټول زهر خوری
    وروڼو دا سړی نه یواځې دا چی په ډیره کلانکاری او آمرانه ډول زموږ ساده مجاهدو، صادقو، په امریکا کامیابه شویو طالبانو باندی باداری او حکمونه کوی بلکی اقلاً د طالب بیچاره په مقابل کی لباس هم نه رعایتوی ښه پوهیږی چی طالب له نکټایی سره حساسیت لری خو بیا یی دهغه د روحی زجر لپاره تړلی او مخامخ ورته کینی دا یی لا بله بی ادبی ته ګوره یو پکول هم نه په سر کوی تاسی پکی څه وایاست؟
    طالبان ډیر پاک خلک دی د الله جل جلاله نصرت ورسره دی دوی به ډیر ژر د پنجاب په چلوټو پوه شی او سزا به ورکړی یا به د خدیا پاک دربار ته بغاری وکړی او خدای به پنجاب ووهی ان شاالله

  2. تاسو دلته ددی طالب چارواکي ټیټو سترګو او د د پنجاب د استازي مغرورانه ناستی او یوه پښه په بل اړولو ته زیر شی، زه نه پوهیږم چې طالبانو کې د شرم غیرت او افغاني احساس کوم بڅرکی پاتی دی، پنجابی سفر سیده د دولت ارګانونو سره د لیدو حق نلري هره موضوع باید د خارجه چارو د وزارت له لاری سر ته ورسیږي، که داسی هر سفیر د دولت له چارواکو سره مستقیما وویني نو دا د خارجه یا باندینیو چارو وزارت څه دنده لري.
    حقیقت داده چې د اکثرو طالب لوړپورو چارواکو کورنئ او جایداتونه اوس هم کوټه، کراچی، لاهور او اسلام آباد کې دي امارتی چارواکي پاکستان کې د خپلو کورنیو او جایدادونو د موجودیت په خاطر هم پاکستان سفیر او نظامیانو ته سرټیتي دي .
    تاسو وګورئ پاکستانی استعمار په څلورو میاشتو کې زموږ د هیواد بیخ ویستلی د بیلګی په توګه
    ۱ ـ زموږ ۍڅو سوه زره ایز ملی اردو پولیس او ملی امنیت چې د تخنیک او کادرونو له وجهی په سیمی کې بی ساری و له منځه یو وړ.
    ۲ـ زموږ اقتصاد او بانکی سیستم یې په صفر ضرب کړ.
    ۳ـ زموږ هیواد یی د نړي له ټولنی بیل او د دنیا په یو تجرید شوی هیواد چی حتی د نړی له 196 هیوادنو یو هیواد هم په رسمیت نده پیژندلی واړوه.
    ۴ـ هند چې زموږ د هیواد مرسته کوونکې او تاریخی دوست و او لسګونه پروژی یی زموږ هیواد کې تمویلول فقط ( د پنجاب د مفاداتو پخاطر) دلته له صحنې وویست.
    ۵ـ د پاکستانی تولیداتو د خرڅولو پخاطر یی د افغانستان له لاری ازبکستان او نورو مرکزي ایشیا هیوادو ته لاره پرانست.
    ۶ـ خپل فوځ یی زموږ د اردو په نظامی وسایطو او تجهیزاتو سمبال کړ.
    ۷ـ په بین المللی ډګر کی زموږ د هیواد د قیم او صلاحیت لرونکي په توګه ځان دنیا ته معرفی کړ، مخکی به د افغانستان په اړه بین المللی غونډی به توکیو ، لندن او پاریس کې کیده اوس اسلام اباد کې ( د دی میاشتی په ۱۹ مه افغانستان په اړه د اسلامی هیوادو ناسته په اسلام اباد کی یی یو بیلګه)
    ۸ـ د کنړ د سیند د ابو د کنترولو ټولی پروژی د طالبانو لخواه ودرول شو او د کنړ سیند اوبه به همداسی پنجاب ته جاري او زموږ دښتی به همداسی شاړی پاتی وي.
    ۹ـ څرنګه چې زموږ د هیواد نوی په سلو کې صنعتی پروژی په ټپه دریدلي دي زموږ هیواد کې پاکستانی تولیداتو ته يو ځل بیا مارکیټ او بازار پیدا شو.
    ۱۰ ـ په ځینو سرحدی ولایاتو کې یو ځل بیا د کلدارو استعمال پیل شوی چی دا کار سبب شو چی د افغانیو ارزښت ښکته شي.
    دا او همداسی ډیر نور جایزی طالبانو پدی څه کم څلورو میاشتو کې خپل بادار یعنی پنجاب ته ډالی کړی.

  3. د تالبانو لپاره دا ډېر د شرم ځای دی چې یو تورکونی پنجابي له حسن اخوند نه رانیولې تر وزیر او رییس او بل او بل پورې په ټولو باندې د آمر په حیث رول لوبوي.
    خدای ته وګوره ای د وظیفه خورو زامنو او د جوماتونو کونیانو نور دا د افغانستان حیثیت په ځمکه مه غورخوئ یا په صحیح ډول حکومت وکړئ او یا یې ایسته پرېږدئ.
    تاسو وګورئ چې د غني په وخت کې د نړۍ د عظیم الشان قدرت امریکا چې د روسیې، چین او جاپان په شمول ټول ترې ډاریږي او حتی دا اوس یې یو د امریکا له ډاره د ټالب حکومت په رسمیت نه پیژني لاکن د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په سلګونو غړي یې له شلو ځلو ډیر غني ته د وینا پر وخت د احترام لپاره دریږي. https://www.youtube.com/watch?v=GTAG4Bgz4bs

  4. دا د هیرامنډی ناجایزه اولاد هره ورځ ملاقاتونه لری له یوه معمولی ریس څخه نیولی تر وزیره پوری. فعالیتونه یی بیحده زیاد دی طالب هم د حرامیانو څخه یو حرامی دی چی نه په سیاست پوهیږی او نه یی ډیپلوسی زده ده. پنجابی به پښه ورته په پښې اړولی وی طالب خرکُس به لکه غلام ورته ناست وی. داسو امارت او حکومتداری.

  5. سلامونه،
    زه فکر کوم دا پورته فوټو کې ط. چارواکی د پوکسټین ایمبسۍ ته تللی ښکاري ځکه دابیرغ د پنجابستان ده.
    بل دا چې دا غميزې(د ورور زیړګل شمیرلې) امریکا ،انګریز او خ.زاد په خپل لاس تش په نامه پوکسټین ته وسپارل.
    البته د افغان ولس،طالبانو او پخوانیو شهیدو مجاهدینو قربانۍ د خارجي اشغالونو پرضد پټ نه شي پاتی کیدای مګر ورکه کړئ هغه مینځې چې د لاهورۍ دروازې د مینځو کالي مینځي !. او اَاِاُ او ټي ټي پي دې ځانونه وپیژني ،پشتني افغاني غیرت پیدا کړي او د ۲۰۰۱ د پنجابي جرنیلانو کړه وړه دې تر ګوانتانمو … ور په یاد کړي. افسوس د شهیدانو په وینو او په یتیمانو،کوڼډو رڼدو، وژو، تژو مريضانوافغانانو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب