دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهمیرویس عزیزي: افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوم

میرویس عزیزي: افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوم

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه)  د افغانستان مشهور میلیاردر میرویس عزیزي افغانسان ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې، چې خپل هېواد کې به ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: غواړم په راتلونکو پنځو کلونو کې د عزیزي شرکت لخوا په هیواد کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړم چې د انرژۍ د تولید او انتقالاتو په برخو کې به متمرکز وي.

سرچینه زیاتوي: د انرژۍ په برخه کې به موخه د ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ میګاواټو په اندازه د بریښنا تولید او د انتقالاتو په برخه کې به د اورګاډي د خطونو جوړول وي چې دا اقدامات به د تجارت او اقتصادي فعالیت د ودې موجب وګرځي. د

د میرویس عزیزي د معلوماتو له مخې، د دی برنامی په لړ کې به د سلو زرو شاوخوا افغانانو ته د کار زمینه میسره شي او په میلیونونه نور به په غیر مستقیم ډول د دې پاننګونو له ګټو برخمن شي.

 په ټولنیزو رسنیو کې یو زیات شمېر افغانانو د نوموړي د دغه اعلان هرکلی کړی او ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنیت له پلوه ښه زمینه برابره ده.

3 COMMENTS

  1. mirwiss azizi ;to
    build a modern hospital in jalal abad LIKE MOMAND HOSPITAL IN KANDAHAR
    share in kuner river dame project for electricity
    build a factory of pharmacy in laghman province
    make a factory of corn oil in urozgan PROVINCE or in zabel where grow more corn
    need a hotel inNURISTAN FOR TORISM
    FACTORY OF NESAJI/WHERE GROW MORE COTTON/LIKE HELMAND
    AFGHANISTAN NEED A FACTORY OF FRUIT JUICE
    LIKE POMEGRANATE/APPLE/WATERMELON/SUGARMELON/GRAPES

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب