پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د کابل – جلال اباد لویه لاره، که د مرګ دروازه؟؟؟

د کابل – جلال اباد لویه لاره، که د مرګ دروازه؟؟؟

ناصرخان شېرزی

د کابل – جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لارو څخه ده، چې د مرکز کابل څخه پیلېږي، د کابل سروبي ، سروبي تنګي، لغمان تنګي او لغمان ولایت څخه تېریږي او د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې پای ته رسېږي.

د افغانستان ډیری اصلي لویې لارې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو په مرسته جوړې شوې دي.

 شوروي اتحاد په ۱۹۶۰مه لسېزه کې د تونل په ویستو سره د سالنګ لویه لار جوړه کړه، چې د افغانستان شمال او ختیځ یې له یو بل سره ونښلوه.

په ورته مهال امریکا د افغانستان د مهمو ښارونو؛ هرات، مزار شریف، لښکرګاه، کندهار، غزني، کابل او جلال آباد نښلوونکې لویه لار، چې د کوزې پښتونخوا له لویو لارو سره هم وصلېږي جوړه کړه، چې د وخت په تېرېدو سره څو – څو ځله دا لاره خرابه شوې او بیا رغول شوې ده.

دا چې پر دې سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته، د سړک پراخوالی کم، یو شمیر چلونکي یې بې احتیاطه او یا نابلده وي او همداشان دا لاره د ډېرو کږلېچونو په لرلو سره له خطرونو ډکه او مرګونې لاره حسابېږي.

د ګاډو د زياتو ټکرونو له امله د کابل او جلال اباد ترمنځ سړک د نړۍ له ډېرو خطرناکو لويو لارو څخه شمېرل کېږي.

موقتي او دایمي حل لارې

موقتي: پر دې لاره ګاډي چلونکي باید د ځان، کورنۍ او مسافرو په خاطر د سفر پرمهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او له تګ وړاندې ګاډی په بشپړه ډول چک او تګ کولو ته چمتو کړي.

همدارنګه مسافر باید ګاډي چلونکي تېز تګ ته پرېنږدي او احتیاط کولو ته یې وهڅوي.

دغه راز باید د لویو لارو ترافیک د لارې په اوږدو کې د ګاډو د سرعت معلومولو الې نصب کړي او د اړتیا پرمهال ګاډي ودروي او له مسافرو وپوښتي چې ایا ډریور خو غیر اصولي کړنه نه ده ترسره کړې؟، که چېرې ډریور پړ و، مجازات شي، ترڅو نورو ته د عبرت سبب وګرځي او بیا کوم موټر چلونکی د چا له ژوند سره لوبه ونه کړي.

دایمي حل لاره:

د کابل – جلال باد لاره پخوا د تګ راتګ اشد اړتیا حلولو په موخه جوړه شوې وه، چې هغه وخت پر دغې لارې د ګاډو تګ راتګ کم و او اوس باید د کابل – جلال اباد دویمه لاره ژر تر ژره ورغول شي، چې په رغېدو سره به یې شته ټولې ستونزې حل شي.

د کابل – جلال آباد دویم لین سړک ټول ټال (۱۵۰) کیلو متره اوږدوالی لري، چې د رغونې لپاره پر دوو برخو وېشل شوی دی.

لومړۍ برخه یې د کابل له بګراميو څخه تر څپرې پورې ( ۵۰ ) کیلو متره او دویمه برخه یې د څپرې څخه  د ننګرهار ولایت تر سرخرود ولسوالۍ پورې (۱۰۰ ) کیلو متره اوږدوالی لري، چې له ډلې یې د لومړۍ برخې (۳۲) کیلو متره او د دویمې برخې (۳۳) کیلو متره سړک بشپړ شوی او ترمنځ یې د (۸۵)  کیلو متره په اوږدوالي سره د سړک او پلونو جوړولو سروې ترسره شوې، خو کار پرې نه دی پیل شوی.

 د معلومات پر بنسټ، پر دغې پروژې نېږدې ۱۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې په تېر کې د آسیا پراختیايي بانک له خوا یې د ورکول کېدو ژمنه شوې وه، چې د دغه سړک د جوړولو کار تړون د افغانستان د ټولګټو وزرات او د شینګجیانګ بیجینګ په نوم یوه چینایي شرکت او بریج ګروپ ترمنځ لاسلیک شوی هم دی.

په دې وروستیو کې که څه هم افغان چارواکو د کابل – جلال اباد دویمې لارې د پاتې کارونو پیلولو او جوړولو ژمنه کړې، خو خلک یې د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب