یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد زړو بانکنوټونو د بدلولو په اړه د افغانستان بانک اعلان

د زړو بانکنوټونو د بدلولو په اړه د افغانستان بانک اعلان

تاند:( یکشنبه، د میزان ۷مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې بازار ته یې د افغاني بانکنوټونو نوي زرګونان او پینځه سویز وړاندې کړي.

د دغه بانک ویاند د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون ته ویلي، چې خلک خپل زاړه زرګونان او پینځه سویز بانکنوټونه د افغانستان بانک او نورو سوداګریزو بانکونو په نمایندګیو کې له کوم فیس او کمیشن پرته بدلولی شي.

هغه ونه ویل، چې بازار ته یې څومره دغه نوي بانکنوټونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک تر ډېره د وړو بانکنوټونو له زیات زړښت او نه چلیدو څخه شکایتونه لري.

دوی غوښتنه لري، چې ټول زاړه بانکنوټونه دې له بازاره ټول او پرځای دې نوي بانکنوټونه ترویج شي.

د اقتصادي شنونکو په وینا، دا چاره ستونزمنه ځکه ده چې د طالبانو رژیم د نړیوالو له لوري په رسمیت نه پېژندل کیږي او په دې حالت کې ورته د نویو بانکنوټونو چاپ ستونزمن دی.

څه موده مخکې د امریکا په تخنیکي او مالي همکارۍ د یوه اندازه هغو افغاني بانکنوټونو د چاپ خبر ورکړل شوی و، چې وار د مخه د جمهوري نظام پر مهال یې د چاپ چارې په بشپړیدو وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب