Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو سیمو ته سفر؛ د جاپان سفیر یې د...

د هرات زلزله ځپلو سیمو ته سفر؛ د جاپان سفیر یې د بیارغونې د ملاتړ ژمنه وکړه

تاند:( یکشنبه، د میزان ۷مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د خپلو یو شمېر همکارانو او په کابل کې د جاپان د سفیر اوکادا تاکاشي په ملتیا د هرات زلزله ځپلې ولسوالۍ زنده جان ته سفر کړی.

د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سفیر د یاد شوي سفر پر مهال د هرات د دغې ځپل شوې ولسوالۍ د بیارغونې له چارو د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی.

د جاپان سفیر په دې برخه کې د کومې مشخصې مرستې ژمنه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا هم د هرات خونړۍ زلزلې ویجاړوونکې ګڼلي او زلزله ځپلو سره یې پر مرستو ټینګار کړی.

مخکې جاپان د هرات زلزله ځپلو سره د څلور نیم میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی و.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د هرات په زنده جان کې د څو اوونۍ مخکې زلزلو  څه باندې یو نیم سل زره کسان اغېزمن کړي او تر دوه زرو زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...