شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان ضد لاريونونه، د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۸ افغانان ټپيان شول

پاکستان ضد لاريونونه، د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۸ افغانان ټپيان شول

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏‏‏د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د هېواد پر يو شمېر سيمو د پاکستان د هوايي بمبارۍ خلاف د لاریونونو خبر‌ ورکړل شوی.

ځايي سرچينو ويلي، چې دا لاريونونه په نيمروز، کندهار، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې ترسره شوي.

له دې سره، په نيمروز کې پاکستاني ځواکونو پر افغان لاریون کوونکو ډزې کړي او ۸ معترضان يې ټیپان کړي.

د سرچينو په حواله، ډزې په چاغی او نوکندي سيمو کې شوي او تر ۸ تنو پورې لاريون کوونکي يې ټپيان کړي دي.

 د پاکستان دغه بمبارۍ څو شپې مخکې وشوې، چې په خوست کې يې شاوخوا ۴۰ وزيرستاني کډوال او په کونړ کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شاوخوا ۵ غړي ووژل.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په نرمۍ په دې اړه اعتراض کړی، چې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان د تحريک طالبان غړي هدف کړي، خو ځایي خلکو یې ادعا بې بنسټه ګڼلې ده.

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د یادې ډلې د موجوديت او د پاکستان خلاف یې د فعالیتونو ادعا لري.

د طالبانو ځینو چارواکو له تحريک طالبان پاکستان سره خپل تړاو، ملاتړ او په افغانستان کې د موجوديت ادعاوې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب