یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله ۱۵ کلنۍ څخه لوړ عمره کسانو ته ۱۰ کلن پاسپورټونه ویشل...

له ۱۵ کلنۍ څخه لوړ عمره کسانو ته ۱۰ کلن پاسپورټونه ویشل کیږي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏‏‏د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ‎پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، په پام کې لري چې له دې وروسته هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ وي، لس کلن پاسپورټ ورکړي.

د دغه ریاست د چارواکو په خبره، هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم وي، کولای شي چې پنځه کلن پاسپورټ ترلاسه کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو د دغه اعلان هرکلی کړی، خو ځينو نورو ويلي چې طالبان دې په داسې حالت کې چې هېواد د پاکستان له عملي اشغال څخه ځوریږي، په داسې اعلانونو عامه ذهنیت نه مصروفوي.

د پاکستان دغه بمبارۍ څو شپې مخکې وشوې، چې په خوست کې يې شاوخوا ۴۰ وزيرستاني کډوال او په کونړ کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شاوخوا ۵ غړي ووژل.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په نرمۍ په دې اړه اعتراض کړی، چې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان د تحريک طالبان غړي هدف کړي، خو ځایي خلکو یې ادعا بې بنسټه ګڼلې ده.

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د یادې ډلې د موجوديت او د پاکستان خلاف یې د فعالیتونو ادعا لري.

د طالبانو ځینو چارواکو له تحريک طالبان پاکستان سره خپل تړاو، ملاتړ او په افغانستان کې د موجوديت ادعاوې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب