یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
HomeخبرونهPTM پر افغانستان د پاکستان د بمبارۍ خلاف پاکستان کې لاریونونه وکړل

PTM پر افغانستان د پاکستان د بمبارۍ خلاف پاکستان کې لاریونونه وکړل

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏‏د پاکستان تر واکمنۍ لاندې مختلفو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، د افغانستان پر یو شمېر سیمو د پاکستان د بمبارۍ خلاف پراخ لاریونونه وکړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په خپله ټويټر پاڼه کې له خپرو کړو عکسونو سره لیکلي، چې لاریونونه په پېښور، کراچۍ، وزيرستان، بنو او ډی آئی خان سيمو کې شوي دي.

په عکسونو کې د دغه غورځنګ د نورو عدالت غوښتونکو ګامونو په شان د لاریونونو ګډونوال زرګونه تنه ښکاري.

منظور پښتین مخکې په یوه ټویټ کې پر خوست او کونړ ولايتونو د پاکستان شوي هوايي بریدونه جنګي جنايت ګڼلی او په کلکه غندلی و.

د پاکستان دغه بمبارۍ څو شپې مخکې وشوې، چې په خوست کې يې شاوخوا ۴۰ وزيرستاني کډوال او په کونړ کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شاوخوا ۵ غړي ووژل.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په نرمۍ په دې اړه اعتراض کړی، چې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان د تحريک طالبان غړي هدف کړي، خو ځایي خلکو یې ادعا بې بنسټه ګڼلې ده.

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د یادې ډلې د موجوديت او د پاکستان خلاف یې د فعالیتونو ادعا لري.

د طالبانو ځینو چارواکو له تحريک طالبان پاکستان سره خپل تړاو، ملاتړ او په افغانستان کې د موجوديت ادعاوې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب