یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې يوه کس له لوږې د ماشوم زوی مخکې ځانته اور...

کابل کې يوه کس له لوږې د ماشوم زوی مخکې ځانته اور واچوه

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏په افغانستان کې د شدید فقر او اقتصادي ناورين له دوام سره، له بېوزلۍ يوه تنګ شوي سړي نن د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې ځانته اور اچولی.

د دغه کس عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او لیدل کیږي، چې شاوخوا ۴ کلن زوی ورسره نيږدې ولاړ دی.

ويل شوي، چې دغه کس د خلکو له خوا له اوره ژغورل شوی او اور یې وژل شوی.

د هغه په اړه نور جزییات نه دي روښانه شوي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د طالبانو له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې تر ۲۸ ميليونه پورې خلک سخت فقر ځپلي او مناسبو خوړو او څښلو ته یې لاسرسی نشته.

طالب چارواکو بيا په دې اړه ارقام رد کړي او د اقتصادي ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب