Homeخبرونهاقتصادي خبرونهجوزجان کې د نفتو له ۵ نوو څاګانو استخراج پیل شو

جوزجان کې د نفتو له ۵ نوو څاګانو استخراج پیل شو

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د جوزجان ولایت اړوند د امو دریا نفتي حوزې په زمرد سای سیمه کې له پنځو نوو کیندل شوو څاګانو د نفتو استخراج پیل شو.

افغان پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، دغه استخراج پرون دوشنبه جوزجان ته د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او ګڼو نورو چارواکو د سفر پر مهال پیل شو.

د هغه په وینا، په دې سره به له یادو څاګانو څخه په ورځني ډول ۵۰۰ متره مکعبه نفت استخراجېږي.

اقتصادپوهان دا ډول خبرونه د هېواد او په هېواد کې د بې روزګارۍ د کچې د را کمېدو لپاره ښه زیری یادوی او ټينګار کوي چې، حاکم نظام باید په دې پروژو کې داخلي هغه ځوانان په کار وګوماري چې بې روزګاره دي.

دوی وایي له یوه لوري به د بې روزګارۍ کچه راکمه شي او بل لورته به هیواد د ځان بسیاینې په لور یو قدم نور هم مختګ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...