Homeخبرونهجرمني د افغان کډوالو یوه بله چارتر الوتکه کابل ته راستولې

جرمني د افغان کډوالو یوه بله چارتر الوتکه کابل ته راستولې

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) د جرمني شپیګل ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د جرمني حکومت تېره شپه د افغان کډوالو یوه بله چارتر الوتکه کابل ته راستولې ده.

شپیګل ورځپاڼې زیاته کړې چې جرمني د افغان کډوالو د بېرته استولو تګلاره روانه ساتلې ده.

تر دې وړاندې اروپايي کمیسیون ویلي و چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د بېرته راستولو په اړه بلجیم کې خبرې کوي.

یاد کمېسیون ویلي وو چې، د دې لپاره به یو افغان پلاوی هلته ور و غواړي.

د اروپايي هېوادونو په باور دا هغه کډوال دي چې په دغو هېوادونو کې یې جرمونه کړي او د قانون له مخې لازم ګڼل شوي چې باید وویستل شي.

تر اوسه طالب چارواکو په رسمي ډول د دې کډوالو د راتګ او دلته یې د برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.

په لندن کې یوه افغان پر ۲ تنو د چاقو په وسیله پر حملو اعتراف وکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...