Homeخبرونهپه لندن کې یوه افغان پر ۲ تنو د چاقو په...

په لندن کې یوه افغان پر ۲ تنو د چاقو په وسیله پر حملو اعتراف وکړ

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د صفي داوود په نوم یو افغان د لندن په لوېدیځ کې په چاقو د دوو کسانو پر وهلو اعتراف کړی دی.

هغه د وېن بروډهرټ په قتل، او د خپل کوربه شهزاد فروخ او یو ۱۴ کلن هلک د وژلو په هڅې تورن دی. خو د سوتوارک کراون د محکمې Southwark Crown په وروستۍ غونډه کې یې د فروخ د سخت ټپي کولو او د څوارلس کلن هلک د برسېرن ټپي کولو جرمونه ومنل، او د وسلې د لرلو تور یې هم قبول کړ.

ویل کېږي چې بریدګر له چاقو سره د پېښې ځای ته ورغلی و او ګاونډیانو هڅه کړې وه ټپیانو ته مرسته ورسوي. یوې ګاونډۍ پر هغه د لکړې ګوزار کړی چې هغه شاته شوی.

بروډ هرسټ، چې له بریدګر سره یې پېژندګلوي نه لرله، د خپل سپي د ګرځولو پر مهال د سختو ټپونو له امله په ځای پرځای مړ شوی و. تورن د هغه د قتل په اړه لا تر اوسه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

دغه کس په ۲۰۲۰ کال کې بریتانیا ته داخل شوی او په ۲۰۲۲ کال کې یې د پناه غوښتنه منل شوې وه. د قضیې بله اورېدنه به د جون په ۲مه او اصلي محاکمه د جولای په ۱۳مه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...