Home+د غويي اتمه د تنظیم واکۍ ورځ

د غويي اتمه د تنظیم واکۍ ورځ

تاند- نن د ثور ۸ مه د مجاهدینو د بري او د خپلمنځي تنظیمي جګړو د پیل ورځ ده. له نن څخه 34 کاله پخوا د ۱۳۷۱ لمریز کال په دې ورځ د ډاکتر نجیب الله حکومت د روسیې د مرستو د درېدو او د خپلمنځي اختلافونو په نتیجه کې وپرزېد.

نجیب الله د ملګروملتو دفتر ته پناه یووړه او کابل ښار ته د مجاهدینو او ملېشه ځواکونو ډلې ننوتې.

مجاهدین په دې باور دي چې دوی په دې ورځ افغانستان ازاد کړی او کمونېستي نظام‌ نسکور کړی دی.

خو ډیر نور، دې ورځې ته په دې خاطر په ښه سترګه نه ګوري چې کابل د مجاهدینو له واک ته رسېدو سره د واک پر سر په مبارزه کې په کنډواله بدل شو او لسګونه زره ملکي وګړي بې کوره، مړه او ټپیان شول.

وړم کال په همدې ورځ د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ثور د اتمې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل: “د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې ولیدې چې د بریا خوند یې تریخ کړ.”

ده همداراز وویل، “افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي. “

د ثور د اتمې پلویان بیا وايي: د ثور اتمه په هېواد کې د مجاهدینو د بریا ورځ ده. په دې ورځ افغان مجاهدینو له اوږدې خونړۍ مبارزې وروسته بریا خپله کړه. د شوروی اتحاد ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو په وسله واله مبارزه کې کابو دوه میلیونه افغانان شهیدان، یو نیم میلیون وګړی معیوب او میلیونونه نور له هېواده وتلو ته اړ شول. یوازې شپږ میلیونه وګړی پاکستان او څلور میلیونه وګړی نور ایران ته کډوال شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...