Homeخبرونهحامد کرزي له م.م. وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو په اړه...

حامد کرزي له م.م. وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو په اړه پلټنې وکړي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت او د کندهار پر سپین بولدک ولسوالي وروستي پوځي بریدونه په کلکه غندلي او له ملګروملتو څخه یې غوښتي چې په دې اړه څېړنه وکړي.

پر کونړ د پاکستان د ړندو حملو په نتیجه کې لږترلږه ۷ تنه شهیدان او ۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه په یوه پیغام کې ویلي چې دغو بریدونو ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ته زیان رسولی، په ځانګړي ډول د کونړ د اسعداباد پوهنتون ته، او له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان شوي او ټپیان دي.

کرزي زیاته کړې چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د اسعداباد پوهنتون په نخښه شوی او یو شمېر محصلان هم ټپیان شوي دي. هغه دا هم یادونه کړې چې د پاکستان پخوانیو بریدونو پر ښوونځیو هم منفي اغېز کړی او د افغان ماشومانو د زده کړو مخه یې نیولې ده.

نوموړي دغه بریدونه د پاکستان د هغې تګلارې برخه بللې چې د افغانستان د زده‌کړو او پرمختګ بنسټونه کمزوري کړي، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر وړاندې یې غبرګون وښيي. هغه له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا بریدونه په جدي ډول وڅېړي، وغندي او د ژر تر ژره بندېدو لپاره اقدام وکړي.

په پیغام کې ټینګار شوی چې د پاکستان پوځي بریدونه پر افغان ولس، خاوره او ملي تاسیساتو باید ودرول شي او ملګري ملتونه د دې موضوع د تعقیب مسوولیت لري. هغه خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو دوام به ملکي وګړو او د افغانستان د تعلیم راتلونکې ته جدي زیانونه ولري.

په همدې حال کې، په کونړ کې ځايي سرچینو، محصلانو او شاهدانو ویلي چې پاکستاني پوځ د اسعداباد ښار او د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون پر ودانۍ توپچي بریدونه کړي دي.

2 COMMENTS

  1. ښایسته کنره!
    حامد او جامد دواړه دروغ وایی: دافغانستان ملی زعامت ، زمکنی تمامیت ، سیمه ایزه اهمیت او ننی پېښو ته چا مجبوره کړ هغه پردې مانا :
    جامد له زاړه لقب (پخوانی ولس وژونکی)کار اخلی او ځان خپله مطرح کوی

    زلمی چې اصلا زوړ دی هغه یې په قطری (شور وا )پورې کوی چې دده په منافقت ۴۵ ملیون انسانان له خپل انتخاب بې برخې پاتې شول
    دطالب محدود سوچ کې خو په ملګرو ملتو باور نه لری او نړۍ نه هم منزوی دی نو بیا دکومو اسلامی او یا نړیوالواصولو ادعا ء لری .
    انصاف مو روزی شه ، آسلام اباد همدا تاسې زړه ور کړ ،

  2. سلامونه،
    د ع.شریفزاد ورور په تاءیید،نه کل بانه نه کدو ،د ولس بلا سر هر دو
    تورلنګي پنجابی دالخور او د پوکسټین نورو ګلخاینینو فارورډ ستراتیژي د بریتانوی بالدار او امریکوسپوچي دجال مخکې وړله/وړي ی او د هشت ثور او ۱۵-۲۱اګست منافقین او په پچو سپاره لا هم روس او سیارو ته (ازبکوستان؛قرغزستان،کزاکستان، ترکمنستان …)په ګدایی کجکولونه ګرځوي …
    یوه اساسي نیمګړتیا ملت یا لراوبر ولسونو کې ده :
    افغانستان کې لاهم کلدارې مردارې چلوي،ملایی پاپړ ،ګلشالی …. استعمالوي
    ښه ویني چې افغان مهاجر باندې غیر انساني ،غیر اسلامي ،غیر همسایګی نادودې او ظلمآبادونه کیږي ؛بیا هم ورته زیړې سترګې ګوري ؛به مه غرض نیست !او مهقک ماڼندي یی رقص مرده ی دیورنډ ورته کوي…
    سږکال ۱۴۰۵ه ل.دی؛ سل کاله پخوا د غازی امان الله خان پاچایی وه ؛دا ولس او وطن استقلال غواړي!ان شا اله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب