تاند (سېشنبه د ثور ـ غویي ۸مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پر کونړ د پاکستاني پوځ “وحشیانه” بریدونه باید په کلکو ټکو وغندل شي.
زلمي خلیلزاد ویلي، که څه هم پاکستان پر افغانستان بریدونه په پرلهپسې ډول رد کړي، خو په خبره یې دا ادعاوې یې تل ناسمې ثابتې شوې دي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دا بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان هڅې هم تر پوښتنې لاندې راولي.
تېره ورځ مازیګر ناوخته پاکستاني پوځ یو ځل بیا پر کونړ توغندي وتوغول او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر خان مخلص وایي، د دغه ولایت له مرکز اسعداباد او بېلابېلو ولسوالیو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۵ ټپیان او اووه جسدونه د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
مظفر خان مخلص زیاتوي، د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او هغه ټپیان چې روغتیایي وضعیت یې نازک و، د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
حامد کرزي له م.م. وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو په اړه پلټنې وکړي