لومړی څپرکی
اوله برخه:
زن، زر، زمین
شاید دا د بخت خبره وه، که نه نو ((د اروپا تر ټولو قوي سړي)) هېڅکله دا تمه نه درلوده چي د افغانستان ((فولادي امیر))به دومره ژر تسلیم سي.
خو خپله مورټیمر ډیورند ته دا د حیرانتیا خبره وه چي امیر عبدالرحمن همداسي وکړل. امیر عبدالرحمن پر کرښه لاسلیک وکړ، او یوازي په همدې یوه لاسلیک سره ئې، چي د سند له ژبي سره بلد هم نه وو، د افغانستان د جنوب لویه برخه د برتانوي امپراتورۍ په لاس کي ورکړه.
په لیري سرحد کي مېشتو پښتنو سمدستي غبرګون و نه ښود، ځکه چي خبرونه د جګو غرونو له وجي ورو ورو رسېدل.
د انګرېزانو لپاره، د ډیورند تړون ډېر ښه خبر وو. کله چي سرحدي سیمه د دوی تر کنټرول لاندي راغله، نو بیا د افغانانو سره د سپکاوي ډکو جګړو ته اړتیا نه پاته کېده. ډیورند ډېر خوشاله وو، خو امیر عبدالرحمن دې تړون زخمي کړی وو.
په کابل کي د ډیورند اووه هفتې پاته کېدل د دوو سختو او د قوي ارادو خاوندانو ترمنځ یوه ډول سیالي وه، د یوه هڅاند ډیپلومات او یو سخت او بې رحمه واکمن تر منځ.
چالاکه ډیورند خوشاله وو چي هغه سیمه ئې په خپله ولکه کي راوستل، کومه چي د عبدالرحمن خان لپاره ستونزمنه ګرځېدلې وه. انګرېز مامور غوښتل چي خپل نوم په دې تړون کي شامل کړي. افغان امیر فکر کاوه چي دا معامله به موقتي وي.
خو حتی کله چي دواړو د یوې پاڼې پر دې سند لاسلیک کاوه، دوی پوهېدل چي تاریخ په داسي کرښو لیکي چي روښانه به نه وي.
د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه، د هند د بهرنیو چارو وزیر، سر مورټیمر ډیورند، په یوې کوچنۍ نقشه کي یوه کرښه وکښل. ویل کېږي چي د افغانستان امیر، عبدالرحمن، په رضا سره سر وخوځاوه.
خو په هغه خونه کي هېڅ افغان سلاکار موجود نه وو، نو د امیر د موافقې هېڅ شاهد نه سته. د دې پېښي په اړه هېڅ افغان روایت هم نه سته، نو موږ اړ یو چي د انګرېز لیکوالانو پر روایت تکیه وکړو.
داسي لیکني ډېري دي، خو ډېری ئې یوازي ځان ستایونکي دي.
دا خبره طبیعي ده، ځکه چي تل دا د فاتحانو امتیاز وي چي خپلي کیسې داسې بیان کړي چي خپل تېر ښایسته ښکاره کړي. ډېر کم داسي پېښېږي چي د یوې امپراتورۍ تاریخ پوه دي د خپلو تېروتنو یادونه وکړي او خپل بد کارونه دي روښانه کړي. حتی هغه ناوړه کار هم، چي پکښي سرحدونه په زور نیول سوي وي، یا پټ ساتل کېږي او یا د یوې ظاهراً درناوي وړ هڅي یوه بدمرغه استثنا ګڼل کېږي.
انګلستان هم له دې قاعدې استثنا نه وو. د ویکټوریایي دورې څخه تر ۱۹۵۰مو کلونو پوري، د هغو تاریخ پوهانو برتانوي امپراتوري داسي ښودله لکه دا چي په نړۍ کي د ازادۍ او تمدن د خپرولو یوه لویه وسیله وي.
په همدې د غرور ډک نظر سره، د نولسمي پېړۍ په پای کي د هند رسمي کتاب Imperial Gazetteer of India د افغانستان د خلکو تر یادولو مخکي د دې هېواد حیوانات بیان کړل، او بیا ئې د خلکو په اړه ولیکل چي ګواکي هغوی ((له ماشومتوبه د ویني تویولو سره عادت دي… دوکه بازان دي او د غچ اخیستلو لپاره سخت جذبات لري.))
دا د افغانانو په اړه ډېر سخت، او غالباً ناعادلانه قضاوت وو. خو عجیبه دا ده چي د فاتحانو نظرونه بیا د زرګونو کلونو په تېرېدو هم ډېر نه دي بدل سوي. د میلاد څخه څلور سوه کاله دمخه، د افغانستان له لومړنیو فاتحانو څخه یو، سکندر اعظم، ویلي ول: ((خدای دي تاسي د مار له زهرو، د پړانګ له غاښونو او د افغانانو له غچ څخه وساتي.))
هغه د دې وینا دلیل هم درلود، هغه د ننني ملاکنډ په سیمه کي د پښتنو له قبایلو سره مخ سو، هلته ئې په پښه کي غشی ولګېد او نژدې وو چي خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی وای.
پېړۍ وروسته، د هالیووډ یوه فلم هم ورته خبري تکرار کړي دي. په فلم کي د رېمبو او یوه افغان ترمنځ داسي خبري کېږي:
موسی: دا افغانستان دئ… سکندر اعظم راغی چي دا هېواد ونیسي… بیا چنګیز خان، بیا انګرېزان، اوس روسان. خو افغانان سخت جنګېږي، هغوی هېڅکله نه ماتيږي. پخواني دښمنانو د دې خلکو په اړه یوه دعا کوله… غواړې چي وا ئې ورې؟
رېمبو: هو.
موسی: ډېر ښه. هغوی به ویل، خدایه! موږ د مار له زهرو، د پړانګ له غاښونو او د افغان له غچ څخه وساتې. پوه سوې دا څه معنی لري؟
رېمبو: یعني تاسو هېڅکله چټیات (ناحقه) نه منئ؟
موسی: هو… تقریباً همداسي.
دا په رشتیا هم د افغانستان یوه عجیبه ځانګړنه ده، چيري چي ژوند کله کله د افسانې په څېر ښکاري، او حقیقتونه داسي وي چي باور کول پرې ګران وي. د بېلګې په توګه، چا دا فکر لا نه سوای کولای چي یو قوي اراده لرونکی امیر، چي افغانستان ئې پراخ او یو موټی کړی وو، به په داسي اسانۍ سره د هېواد یوه لویه برخه چا ته ور وبخښي. د دې هېواد دا مبهم او مغشوش حالت بهرنیانو ته دا ډېر ستونزمن کوي چي دا وطن په اسانه درک کړي.
ادامه لري…