Homeخبرونهپه الوتکه کې د تودوخې درجه ولې ټیټه وي؟

په الوتکه کې د تودوخې درجه ولې ټیټه وي؟

تاند(سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) هغه کسان چې په الوتکه کې سفر کوي، دا به یې تجربه کړې وي چې د الوتکې دننه د حرارت درجه ډېره ټیټه وي او مسافر ډېر یخ احساسوي، خو ډېر لږ خلک په الوتکه کې د ټيټې تودوخې په علت پوهېږي.

په اصل کې، د الوتکې دننه د تودوخې درجه په څو علتونو ټیټه ساتل کېږي. له هغو څخه یو دا دی چې د ځمکې له سطحې څخه په لوړه ارتفاع کې هوا ډېره وچه وي، چې له امله یې مسافر د اوبو د کمښت، سر درد او سر ګرځېدو له ستونزو سره مخامخ کېدای شي. له همدې کبله د الوتکې دننه حرارت نسبتاً ټیټ ساتل کېږي څو د زیات وچوالي مخه ونیول شي.

دوهم علت دا دی چې د څو ساعتونو لپاره ناست پاتې کېدل، د اکسیجن او د هوا د فشار د کچې بدلون، او لوړ حرارت یو ځای د بې هوښه کېدو خطر زیاتوي، په داسې حال کې چې ټیټه تودوخه دا احتمال راکموي.

درېیم علت دا دی چې د هوا د جریان سیستم د مایکرو اورګانیزمونو د خپرېدو په کمولو کې هم مرسته کوي، او ټیټه تودوخه د دې سبب کېږي چې خلک په بیړنیو حالتونو کې لا ډېر هوښیار، چمتو او متمرکز پاتې شي.

د مسافرو د روغتیا ترڅنګ، د الوتکې ځینې داخلي تخنیکي سیستمونه هم په ټیټه تودوخه کې لا ښه فعالیت کوي او اوږد وخت کار کولی شي. یعنې د الوتکې دننه د حرارت ټیټ ساتل نه یوازې د مسافرو لپاره ګټور دي، بلکې د الوتکې د تخنیکي عمر په اوږدولو کې هم مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...