تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی چې پر نجونو د زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان کې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.
یونیسف ویلي چې، روان وضعیت لا هم ماشومان له زدهکړو او روغتیايي خدمتونو بېبرخې کوي.
یاده اداره زیاتوي چې، دا حالت د هېواد اقتصاد او بنسټیز خدمتونه ورځ تر بلې کمزوري کوي.
یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه نوې ارزونه کې ویلي چې، دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له ۲۱ سلنې ۱۷.۷ سلنې ته راکمه شوې ده.
یونېسف داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار دروازې تړلې دي.
کابو پینځه کاله کېږي چې، له دوی د دې غوښتنه کېږي چې، څو د نجونو پر وړاندې خنډونه لرې کړي خو دوی ورځ نه بلې ته سختېږي او د دوی په دریځ کې د ښځو پر وړاندې نرمي نه ښکاري چې، دا چاره د بشر حقونو د فعالانو او عامو افغانانو له سختو نیوکو سره مخ ده.