Home+نور مي څه پوښتې له حاله چي د چا لاس کي وطن...

نور مي څه پوښتې له حاله چي د چا لاس کي وطن دی

عبدالباري جهاني

د اپرېل پر اوه ویشتمه، د دوشنبې په ورځ، د طالبانو د ورور هیواد پاکستان پوځ د کونړ د ولایت د سیدجمال‌الدین افغان پر پوهنتون باندي بمباري وکړه او، د وروستیو خبرونو له مخي یې، څلور تنه شهیدان کړي او څه باندي ۷۰ تنه یې زخمیان کړي دي. پر کونړ باندي حمله زموږ د ټول هیواد افغانستان پر ناموس باندي حمله ده. خو په ګران هیواد کي د پاکستان لاسپوڅی او غلام رژیم پر دې حملې باندي پټه خوله دی او خارجه وزیر ملامتقي خو لا بیا هم د خپلو بادارنو هیواد ته ورور او دوست هیواد ووایه او له ټولو افغانانو څخه یې وغوښتل چي د هغوی د بادار په مقابل کي له احساساتو څخه کار وانه‌خلي او د طالب غلامانو په څېر نور هم خاموش پاته سي. زه د افغانستان د یوه سپین ږیري خدمتګار په حیث یو ځل بیا خپله خبره تکراروم« که نه ویښېږی نو به ورکیږی»

نور مي څه پوښتې له حاله چي د چا لاس کي وطن دی

هر قدم په توکل دی د مولا لاس کي وطن دی

زر کلن مو زکندن دی ټول جهان راته دښمن دی

د غیبي مرستي په تمه د دعا لاس کي وطن دی

ازلی توره تروږمۍ ده له تیارو ږغونه اورو

غولوي مو راته وايی زما اوستا لاس کي وطن دی

لا مو یو ښخ کړی نه وي چي د بل جنازه راوړي

لکه کونډي ساندي وایو د ژړا لاس کي وطن دی

د پنځو زرو کلونو افسانو ته به زنګېږو

د غلام د غلامانو د پاچا لاس کي وطن دی

د زمري له خولې خلاصیږو د لېوه زامي ته لویږو

له قاتل سره او سیږو د بلا لاس کي وطن دی

بې اختیاره بې پوښتني چا بازار ته یو راوړي

یو پر بل باندي خرڅیږو د سودا لاس کي وطن دی

دومره پوه یم چي تیاره ده لاري ورکي دي له ټولو

د بې وزلو ړندو خلکو د پېشوا لاس کي وطن دی

نن جاهل پکښي حاکم دی اور په خونه د تعلیم دی

ابوجهل مو سالار دی د مُلا لاس کي وطن دی

جهاني په دې تیارو کي د پېړۍ لار ورکي خلک

یوه بل ته سره وايی د بینا لاس کي وطن دی.

د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د میاشتي اوه ویشتمه، ویرجینیا.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دافغانستان نامتو شاعر ، سیاستوال، عالم ، او دانشمند لیکوال جهانی صاحب.
    پاکستان سیمه کې ډیر مهم لوبغاړی دی نیمه پیړۍ ېې موږ په مختلفو روایتونو ، جعلی افکارو ، دروغجنو سیاستونو ، منافقت او دوه مخیتوب تېر ویستلو .پاکستا ن دخپلو شومو اهدافو د اعاده کولو لپاره په بیړه دوحه رامنځ ته کړه په دوحه کې امریکاء دطفیلی په توګه، قطر کوتی ډوله حکومت طف طفیلی او پاکستان او دقدرت تږی اوږی طالبا د کتلیست په توګه ګواښن غنی د پټکو ګوډی له صحنې وویست.
    پاکستان سره دېپلو ماسی کول دقیقه تجربه، پوهه، ستراتیژی او هراړخیزه اجرائیوی تعاملات غواړی . هر جهت یالوری په ترتیب سر عقلانی طرحه غواړی
    پایله بیرته راځم ستاخبرې ته:
    ته د افغانستان د یوه سپین ږیري دانشمند ، عالم، او ارشد غړی په حیث بیا بیا خپله خبره تکرارکړه « که نه ویښېږی نو به ورکیږی»ګوندې دغه ولس له خوبه راپاڅی!په تیره بیا ځوان نسل
    قلم ګفتا که من شاه جهانم
    قلم کش را به دولت میرسانم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب