Homeخبرونهکرکټ بورډ: ملي شل اوریز جام کرکټ سیالۍ راتلونکې میاشت پیلېږي

کرکټ بورډ: ملي شل اوریز جام کرکټ سیالۍ راتلونکې میاشت پیلېږي

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کورني کرکټ د کلني مهالوېش له مخې به د «امید وطن» په نوم د ملي شل اوریز جام سیالۍ راتلونکې میاشت پیل شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د راتلونکي مې میاشتې پر ۲مه نېټه د هيواد د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د کندوز په کوربه‌ توب پيل شي.

کرکټ بورډ پرون دوشنبه د دغو سياليو لپاره د لوبډلو نوملړونه اعلان کړل.

په ټاکل شوو نوملړنو کې نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، اعجاز احمدزی، ذبید اکبري او عمران میر د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د دغو سیالیو موخه د کورني کرکټ پیاوړتيا او د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو لپاره د وړ لوبغاړو موندل دي.

د یادوني وړ ده چې ملي شل اوریز جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي.

د دې سیالیو لومړی پړاو د «قوش تپه»، دوهم پړاو د «واخان» او سږنی درېيم پړاو د «امید وطن» په نوم ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...