تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل نن سهشنبه زیاته کړه چې، کابلوف به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د روسیې رسنیو راپور ورکړی و چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی تېره ورځ کابل ته سفر کړی.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.
دغه هیواد په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې له افغانستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.