تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سازمان سرمنشي (برونو ژرژ لمرکي) (Bruno Georges Lemarquis) د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي مرستیال او د مقیم همغږی کوونکی ټاکلی دی.
لمرکی به، چې د فرانسې تبعه دی، په افغانستان کې د ملګروملتو له مرستندوی ماموریت سره کار کوي. هغه به د مقیم همغږي کوونکي او د بشري مرستو د همغږي کوونکي دندې هم پر غاړه ولري. نوموړی د اندریکا راتواتې پر ځای ګومارل شوی دی.
هغه ته دا مسوولیت په داسي حال کې سپارل کېږي چې افغانستان له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، میلیونونه خلک مرستو ته اړتیا لري او محدودیتونو د زدهکړو، روغتیا او کار پر برخو اغېز کړی دی.
یوناما چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څار او سیاسي تعامل په برخه کې مهم رول لري. له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د دې ماموریت د کار چاپېریال لا پېچلی شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې لمرکی له درې لسیزو زیاته تجربه لري.
هغه له ۲۰۲۲ کال راهیسې په کانګو کې د ملګرو ملتونو په سولهساتي ماموریت کې د سرمنشي مرستیال ځانګړی استازی و او هلته یې د بشري او پرمختیايي همغږۍ چارې هم سمبالولې.
نوموړي مخکې په هېتي کې ورته دنده ترسره کړې او د ملګرو ملتونو په پرمختیايي پروګرام کې یې هم لوړې دندې درلودې. هغه په سومالیا، د فلسطین په اشغال شویو سیمو او کمبودیا کې هم کار کړی دی.
ټاکل شوې چې لمرکی په افغانستان کې د همغږۍ په برخه کې مهم رول ولوبوي، ځکه د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، لسګونه میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي فشارونه، اقلیمي ستونزې او د عامه خدماتو کمښت د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
دا دنده همداراز سیاسي حساسیتونه لري، ځکه ملګري ملتونه له طالبانو سره تعامل کوي او په ورته وخت کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونو، ملاتړ هم کوي.