Homeخبرونهمتقي او کابلوف د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی

متقي او کابلوف د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

 د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دې دوه‌اړخیزه تعاملات لا پراخ شي.

متقي دغه لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.

دغه راز دواړو لورو د سیمې د وضعیت په تړاو د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي.

ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګنده کړې ده چې هېواد یې چمتو دی افغانستان سره اقتصادي همکاریو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي بڼه ورکړي.

کابلوف زیاته کړه چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې د ثبات ترڅنګ، اقتصادي اتصال ته هم وده ورکړي.

کابلوف نن سه شنبه سهار کابل ته په رسمي سفر راغلی دی.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف کابل ته راغلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...