Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت،کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او اعتراض لیک یې...

بهرنیو چارو وزارت،کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او اعتراض لیک یې ورسپارلی

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت  په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړی او د کونړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موخو او عامه ځایونو د ترسره شویو بریدونو په تړاو یې خپل اعتراض لیک ور سپارلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه ویلي چې، بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکه غندلي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض یې د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل بللی دی.

طالبانو د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لورې رامنځته شوی، هم رد کړي او څرګندوي چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې له ورته کړنو ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې، د طالبانو بهرنیو چار وزارت پاکستاني لوري ویلي چې،د ورته بې‌مسوولیته کړنو دوام به ناوړه عواقب ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...