تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) د فرانسې حکومت ویلي چې د ایربس بنسټ په ملاتړ، نژدې ۴۲ ټنه بشري مرستې د اروپایي بشري هوايي پل له لارې د افغانستان ملکي وګړو ته لېږل شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا پېټی، چې همږغي یې د بحران او ملاتړ د مرکز له لوري شوې، د تیارو خوراکي درملو ۲۶۸۰ بکسه او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات پکې شامل دي.
ویل شوي چې دا مرستې به ملګروملتو ته وسپارل شي او تر پنځو کلونو د شاوخوا ۳۲۰۰ من عمره ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا اقدام د اروپایي اتحادیې د بشري هوايي پل یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې په افغانستان کې د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.
تر دې مخکې هم په درې ورته الوتنو کې تر ۲۷۰ ټنو زیات درملیز خوراکي توکي افغانستان ته لېږدول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۷.۵ میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.
په بیان کې ټینګار شوی چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي موسسو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.