Homeخبرونهپر کونړ پاکستان په بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او ۸۵...

پر کونړ پاکستان په بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۸ مه) لوېدیځې رسنۍ وايي، افغان چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوري توغول شوي هاوانونه او توغندي د افغانستان په ختیځ کې پر یوه پوهنتون او ملکي کورونو ولګېدل، چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۸۵ نور ټپیان دي. پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې یو پوهنتون یې په نخښه کړی دی.

دا بریدونه د روانې میاشتې په پیل کې په ارومچي کې د چین په منځګړیتوب د سولې له خبرو وروسته لومړۍ لویه نښته بلل کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له فبرورۍ راهیسې خونړۍ نښتې روانې دي چې سلګونه کسان پکې وژل شوي. دا کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د کرښې پورې غاړې بریدونه وکړل، او اسلام اباد اعلان وکړ چې له افغانستان سره په «پرانیستې جګړه» کې دی.

پاکستان د خپلو رسنیو او افغان چارواکو هغه راپورونه چې وايي یو پوهنتون په نخښه شوی، «بې‌بنسټه او دروغ» بللي دي. پاکستان ادعا کوي چې افغانستان د هغو وسلوالو ډلو پټنځای دی چې په پاکستان کې بریدونه کوي، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي ډله، خو کابل دا تورونه ردوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د اپرېل په لومړیو کې په اورومچي کې سره ولیدل او د کړکېچ د نه زیاتولو او د یوې هراړخیزې حللارې د لټون ژمنه یې وکړه، خو وروستي بریدونه ښيي چې دغه هڅې لا هم کمزورې دي. د منځګړیتوب په دې بهیر کې پر چین سربېره ترکیه، قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم ښکېل پاتې شوي دي.

وروسته له هغې چې دواړو لورو د کوچني په مناسبت لنډمهاله اوربند اعلان کړ، نښتې په مارچ کې تر یوې کچې راکمې شوې وې، ، خو بیا هم پر ډیورند کرښه ځینې وختونه نښتو دوام درلود.

د افغان حکومت مرستیال ویاند، حمیدالله فطرت، وویل چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د اسعداباد ښار او د کونړ ځینې نورې سیمې وویشتلې.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، نجیب الله حنیفي، ویلي چې اووه کسان وژل شوي او ۸۵ ټپیان دي.

فطرت وویل چې په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او د سیدجمال الدین افغاني محصلان هم شامل دي، او دا بریدونه یې «نه بخښونکی جنګي جرم» وباله.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې شاوخوا ۳۰ محصلان او استادان ټپیان شوي او پوهنتون ته درانه زیانونه اوښتي دي.

په مقابل کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې بریدونه یې «دقیق او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ» دي او هېڅ برید یې پر یاد پوهنتون نه دی کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، څو ورځې مخکې ویلي و چې له پاکستان سره وروستۍ خبرې «مثبتې» وې او ټینګار یې کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حساسې دي او باید په بې‌مسوولیته ډول ورسره چلند ونه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې روان کړکېچ تر دې دمه شاوخوا ۹۴ زره کسان بې‌ځایه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...