Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ملریا پېښې زیاتې...

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ملریا پېښې زیاتې شوي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۵ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان، په تېره بیا د دې هیواد په ختیځ کې د ملریا پېښې زیاتې شوي دي.

د دې سازمان پر اساس، د سږ کال د فبروري پرتله د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د دې ناروغۍ پیښې ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال د سازمان پر اساس، په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۲ میلیون تنه په ملریا اخته شول چې د هغو له منځه ۶ لکه ۱۰ زره مړه شول.

د ملریا تر ټولو ډېرې پېښې او ورڅخه مړینې د افریقا په بېوزله هیوادونو کې راپور شوي دي.

ملریا یوه ساري ناروغي ده چې د انافل په نوم د ښځینه ماشې د چیچلو له لارې له اخته کس څخه روغ کس ته لیږدول کیږي، او تر ډیره ماشومان او امیندوارې میرمنې اغیزمنوي.

روغتیاپالان وايي، د ولاړو اوبو شتون، د ختیځو ولایتونو جغرافیایي موقعیت، کډوالي، بارانونه، ګرمه هوا او اقتصادي فقر د دې ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه دي او لوړه تبه، خواګرځي او د اشتها کموالی یې مهمې نښې دي. که دا ناروغي پر وخت تشخیص او منظم درمل وکارول شي، د تداوي وړ ده کنې په ګڼو مواردو کې د انسان د مړینې سبب کېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې چې د «حمل په ۲۸مه» نېټه ریلیف ویب پاڼه کې خپور شوی، ویلي، په مارچ کې په افغانستان کې د ملریا شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوي چې د فبروري پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

خو دا سازمان زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه د دې ناروغۍ له امله د مړینې د هیڅ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د عامې روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ دی، چې د روغتیایی اسانتیاوو له نشتوالي، په لرې پرتو سیمو کې روغتیایی خدمتونو ته له محدود لاسرسی، پراخې بې وزلي او د طبیعي پیښو لکه سیلونو او د کورنیو بې ځایه کیدلو له امله رامنځته شوې دي.

دا وضعیت په ډیری ولایتونو کې د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول ملریا او شدید اوبلن اسهال د خپریدو د دوام لامل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...