ښوونځیو کې د درسي برخو پر بنسټ د زده کوونکو ډلبندي د اړوندو معیارونو د پلي کولو او اړتیاوو پوره کولو په صورت کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره ارزښتمن ګام دی. په نورو هېوادونو کې له څو لسیزو راپه دې خوا په رسمي پوهنیز نظام کې د درسي برخو پر بنسټ د زده کونکو ډلبندي روانه ده او پایلې یې ځکه مثبتې دي چې زده کونکي د عمومي او ګڼو موضوع ګانو پر ځای د خپلې خوښې مضمونونه له ډېرو جزییاتو سره لولي او پر هغو مضمونونو یې وخت نه ضایع کېږي چې د خوښي وړ یې نه دي یا یې هم زده کولو ته لېوالتیا لږ ده.
د افغانستان د معارف سیستم د عمومي زده کړو له اوسني حالت سره عیار دی. که د زده کونکو د ډلبندۍ طرحه پلي کېږي نو باید لومړی معیارونه عملي او ورپسې یې اړتیاوې پوره شي (په نصاب کې بدلون او د لرې شویو مضمونونو ځای ډک شي)، لږ تر لږه هر ښوونکی یو ځل د ظرفیت لوړونې په اړوند سیمینار کې برخه واخلي، درسي موضوعات د پخوا په پرتله باید د کیفیت او کچې له پلوه پراخ او ژور شي او تدریس له لوړو ښوونیزو موخو سره وړاندې شي(شننه، ارزښت موندنه او طرحه جوړول، تولید).
که د زده کونکو په ډلبندۍ کې د اوسني نصاب د یوې برخې مضمونونه له بدلون پرته تدریس شي ښايي ډېر به ګټور نه وي، اړتیا ده چې له ډلبندۍ وړاندې د هغه ټول اصول او منل شوي معیارونه په نظر کې ونیول شي، رامنځته کېدونکې تشه ډکه او مناسبې موضوع ګانې له نویو جزییاتو سره وراضافه شي، همدارنګه اړینو درسي توکو ته هم اړتیا ده، خو که له بدلون پرته او په شته نصاب، اوسنیو امکاناتو او انساني ظرفیت کې ډلبنډي وشي لویو موخو ته رسیدل به څه ناڅه ګران وي.
له دې ورهخوا په ډلبندۍ کې د زده کوونکو د تېرو ټولګیو د نمرو ارزول او مناسبې برخې ته لېږل یې بله د پام وړ
مساله ده، که یوازې زده کونکي د ټاکنې واک ولري، نو هغوی خپلو نیمګړتیاوو ته پام نه کوي او ډېرې کورنۍ هم هیله لري، چې ماشومان یې د ساینس په برخو کې تحصیل ته دوام ورکړي.
د زده کړو پر بنسټ د زده کوونکو د ډلبندۍ لپاره لاندې پړاوونو ته اړتیا ده:
۱- نیازسنجي او ارزونه
۲-طرحه
۳- د روښانه موخو لیکل
۴-د نصاب اصلاح
۵-د ښوونکو چمتو کول
۶- د اړینو درسي توکو چمتو کول
۷- د دغو زده کړو آزمایښتي تطبیق
۸-دویم ځل اصلاح
۹-عملي کول
عصمت الله حبیبي