Homeخبرونهد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له نهو کلونو وروسته نړیوالو سیالیو...

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له نهو کلونو وروسته نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

 تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) د افغانستان د المپیک او بدني روزنې ادارې مسوولانو ویلي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د یادې ادارې د رئیس احمد الله وثیق په وینا، دغه سیالۍ به د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

وثیق زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان تر څنګ د نهو هېوادونو لوبډلې برخه واخلي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې نړیوالې سیالۍ هم جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...