Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان:د «شیخ ابونصر فراهي» بندر له لارې هره ورځ تر ۸۰۰ بار...

مسوولان:د «شیخ ابونصر فراهي» بندر له لارې هره ورځ تر ۸۰۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي

تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) د فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې، له ایران سره د «شیخ ابو نصر فراهي» بندر له لارې هره ورځ ۷۸۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

د مسوولانو په وینا په منځنۍ کچه څه باندې ۴۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه ایران ته او شاوخوا ۳۸۰ بار وړونکي موټر له ایران څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي.

سرچینې ډاډ څرګند کړی چې پر ایران د امریکا – اسرائیلو وروستیو بریدونو د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل د کراچۍ، ګوادر، پيښور، سپين بولدک او غلام خان بندرونو له لارې د راتلونکو سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اوس د ايران د بندر عباس او چابهار بندر پر مټ «سيوا په ایران کې د افغان سوداګرو له ذخيروي کانټینرونو، د اندونیزیا، کينيا، چين، هند او سينګاپور هېوادونو له را روانو مالونو څخه» د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته داخلېږي.»

مسوولانو همداراز ډاډ څرګند کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر تړل‌کېدو سربېره اوسمهال د افغان سوداګرو واردات دوه برابره زیات شوي.

دوی ټینګار کوي چې سوداګر باید پرته له کومې پلمې د توکو بیې لوړې نه کړي،که نه له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

دغه ډاډ په داسې مهال ورکول کېږي چې، بل لورته د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو اوسېدونکي د توکو له لوړو بیو شکایت کوي.

دوی وایي، د نورو لومړنیو خوراکي او سون توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ یوازې د رومیانو د یوه من په بیه کې کابو ۵۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.

په کابل او مرکز ته نېږدې ولایتونو کې اوسمهال د یوه من رومي بیه تر ۸۰۰ افغانیو لوړه ده او پخوا دغه بیه ۳۲۰ افغانۍ وه.

عام خلک د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کوي چې په نرخونو جدي څار ولري او له سوداګرو نیولې تر دوکاندارانو پورې کسان له کومې پلمې پرته د توکو د بیو لوړولو ته پرېنږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...