تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل او امریکا له لوري د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۳ ته لوړ شوی.
ایراني رسنیو د نن شنبې ورځې په راپورونو کې دا خبره کړې ده.
سرچینو ویلي چې، همدارنګه دغه جګړه کې ۲۰۰ امریکايي نظامیان ټپیان شوي هم دي چې د ۱۰ هغو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
ایراني رسنۍ داسې مهال دا راپورونه خپروي چې، د امریکا پوځ تېره ورځ وویل، د عراق په لوېدیځ کې د غورځېدلې امریکایي KC-135 پوځي الوتکې ټوله عمله چې ۶ سرتیري وو، وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قوماندې سینټکام په خبره دا راپور ورکړی او زیاته کړې ده چې، دغه الوتکه د دښمن ډزو له امله نه ده راغورځول شوې.
راپور کې ویل شوي چې پېښه تر څیړنې لاندې ده.
دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې، هممهاله د اسرائیل ـ امریکا او ایران ترمنځ جګړه شدیده روانه ده او هر لوری خپل مقابل لوري ته د درنې مرګ ژوبلې او زیان اړولو ادعاوې کوي.