Homeخبرونهمسوولان: پاکستان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر کونړ ۲۷۰ توغندي او...

مسوولان: پاکستان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر کونړ ۲۷۰ توغندي او توپ بریدونه کړي

تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) په کونړ ولایت کې د اطلاعات و کلتور ریاست مسوولان وایي، چې  پاکستان د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ پر کونړ بیاهم د تېر په څېر مرمۍ توغولي او د ملکیانو کورونه یې په نښه کړې دي.

د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپین غر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر دغه ولایت تر ۲۷۰ زیات توغندي او توپونه توغولي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دغو بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې د خلکو کورونه او ودانۍ یې ړنګې کړې دي.

دا لومړنی نه دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له پيل راهیسې پاکستان په افغانستان کې ملکیان په نښه کړي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

بل لورته افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې، د تېرې شپې په غچ اخیستونکو بریدونو کې یې لسګونه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې ویلي چې، دغه غچ اخیستونکي بریدونه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پر پاکستاني پوځیانو شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...