Homeخبرونهدفاع وزارت: په تازه غچ اخیستونکو بریدونو کې مو ۲۵ پاکستاني پوځيانو...

دفاع وزارت: په تازه غچ اخیستونکو بریدونو کې مو ۲۵ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې،د تېرې شپې په غچ اخیستونکو بریدونو کې یې تر ۲۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې،دغه بریدونه یې په کونړ او ننګرهار پر پاکستاني لوري کړي چې، له امله یې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۱ نور سخت ژوبل شوي دي.

سرچینې ویلي چې، په دغو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته هم سقوط شوې ده.

دفاع وزارت زیاته کړې چې، په دغو غچ اخیستونکو بریدونو کې یې د پاکستان د پوځ یوه زره داره ټانک او یو انټرنېشنل موټر هم تخریب کړی دی.

دفاع وزارت د دغو غچ اخیستونکو بریدونو خبرداری په داسې مهال ورکوي چې، بل لورته د کونړ د اطلاعات و کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپین غر ویلي چې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان پوځ پر دغه ولایت تر ۲۷۰ زیات توغندي او توپونه توغولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې، په دغو بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې د خلکو کورونه او ودانۍ یې ړنګې کړې دي.

مسوولان: پاکستان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر کونړ ۲۷۰ توغندي او توپ بریدونه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...