لیکنه : غ. جانباز
افغانستان دا مهال له یوې خوا له پاکستان سره له سرحدي تاوتریخوالي او وسلوالو نښتو سره مخ دی، او له بلې خوا یې ګاونډی هېواد ایران د متحده ایالاتو او اسراییلو له بېساري فشارونو او بریدونو سره مخامخ دی. دواړه کړکېچونه په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول پر افغانستان ګڼ منفي اغېزونه لري. په داسې شرایطو کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې آیا د دغو دوو کړکېچونو هممهالي کېدل یوازې یو تصادف دی، که د دوی ترمنځ کومه اړیکه هم شته؟
تجربه ښيي چې د سیاست په نړۍ کې ډېر کم داسې څه پېښېږي چې بشپړ تصادفي وي، که څه هم استثناوې هم کېدای شي وي.
جګړه یوه پېچلی، لګښتی او خطرناکه پدیده ده او معمولاً له پیل مخکې یې دقیق سیاسي، پوځي او اقتصادي محاسبې ترسره کېږي. هېوادونه عموماً هغه وخت جګړې ته مخه کوي چې ځان په یو ډول مجبور حالت کې وویني یا غواړي ځانګړي ستراتیژیک اهداف ترلاسه کړي. له همدې امله، په یوه سیمه کې د څو لویو کړکېچونو هممهاله رامنځته کېدل په بشپړه توګه تصادفي نه ښکاري، که څه هم پرې قطعي قضاوت کول آسانه نه دي. که موږ د دغو تحولاتو اصلي لوبغاړو ته وګورو، وینو چې په دواړو کړکېچونو کې د متحده ایالاتو، چین، پاکستان، ایران، اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو نومونه یادېږي. دا ښيي چې ښايي دغه بدلونونه د لویو جیوپولیتیکي سیالیو په چوکاټ کې هم تفسیر شي.
د لویو قدرتونو سیالي
که د سیمې جګړې په پراخ انځور کې وګورو، ښايي دا د لویو قدرتونو—په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو او چین—د سیالۍ یوه برخه وي؛ داسې سیالي چې د نړیوال نظم د مدیریت، د طبیعي سرچینو د کنټرول او د مهمو ترانزیټي او مواصلاتي لارو د تسلط پر سر روانه ده. دا سیالي نږدې له ۲۰۱۰ کال وروسته ورو ورو زیاته شوې او هر کال یې اقتصادي، سیاسي او حتی پوځي ابعاد پراخ شوي دي.
سره له دې، دواړه قدرتونه ښه پوهېږي چې مستقیمه پوځي جګړه به د ټولې نړۍ لپاره ناورین زېږوونکي پایلې ولري. له همدې امله تر اوسه له مستقیم ټکره ډډه کوي او خپله سیالي زیاتره د نیابتي جګړو، اقتصادي فشارونو، ټکنالوژیکو سیالیو او سیمهییزو شخړو له لارې پر مخ وړي. له همدې امله د نړۍ په بېلابېلو سیمو—له لاتینې امریکا تر منځني ختیځ، مرکزي آسیا او حتی قطبي سیمو—کې جیوپولیتیکي تاوتریخوالی په بېلابېلو بڼو څرګندېږي.
د چین رول
په ډېرو دغو کړکېچونو کې د چین پوځي حضور لږ تر سترګو کېږي. دا تر ډېره د دغه هېواد له تاریخي دود او ستراتیژیکې تګلارې سره تړاو لري. چین په تېرو لسیزو کې هڅه کړې چې د مستقیمو پوځي جګړو پر ځای د اقتصادي وسایلو، پانګونې او سوداګریز نفوذ له لارې خپل ځواک پراخ کړي.