تاند (شنبه د کب – حوت ۲۳مه) د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، دا مهال ګڼ شمېر کډوال مرغان د افغانستان له فضا څخه تېرېږي او په ځینو سیمو کې د لنډ وخت لپاره تم کېږي.
یادې ادارې خبرداری وکړی چې هېوادوال یې باید له ښکار کولو او ځورولو ډډه وکړي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا مرغان په دوو مسیرونو، لومړی له پکتیکا، غزني، کابل، پروان، کاپیسا، تخار، کندز او بلخ ولایتونو او دویم مسیر، له هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو څخه تېرېږي.
سرچینې لیکلي چې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي چې د کډوالو مرغانو د تېرېدو او تم کېدو پرمهال د هغوی له ښکار، ځورولو او د استوګنځایونو له ویجاړولو په کلکه ډډه وکړي.
یادې ادارې همدارنګه له امنیتي ارګانونو او سیمهییزو مسئولینو څخه غوښتنه کړې چې د ریاست الوزرا مقام د حکم د تطبیق په موخه لازمه همکاري وکړي او د کډوالو مارغانو د ناقانونه ښکار او زیان رسولو مخه ونیسي.
د پوهانو په وینا د کډوالو مارغانو ساتنه یو ملي مسوولیت دی او د هېواد د چاپېریال، طبیعي سرچینو او د ژوند بڼو د ساتنې لپاره مهم ارزښت لري.